ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې لسګونه وسله وال وژل شوي

هلمند کې لسګونه وسله وال وژل شوي

author avatar
24 Oct 2016 - 16:57
هلمند کې لسګونه وسله وال وژل شوي
author avatar
24 Oct 2016 - 16:57

لښکرګاه (پژواک، ۳ لړم ۹۵): امنیتي چارواکي وايي چې په هلمند ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ٣٤ طالبان وژل شوي بلخوا امنيتي ځواکونو په ګرشک کې د طالبانو له زندانه شپږ ملکي کسان راخوشي کړي دي.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان بريد جنرال ولي محمد احمدزي د لړم په درېيمه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې امنيتي ځواکونو نن سهار د لښکرګاه ښار په بولان او بشران سيمو کې عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په لړ کې تر اوسه د يو شمېر قوماندانانو په ګډون ٣٤ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، له ٢٠١ سېلاب قول اردو څخه شپږ سوه تازه دمي سرتېري لښکرګاه ته رسېدلي او د وسله والو طالبانو پر وړاندې يې عمليات پيل کړي دي.

دغه راز په دې ناسته کې د ٥٠٥ بست زون قوماندان مل پاسوال محمدحکيم انګار هم وويل چې په لښکرګاه ښار کې د امنيت د ټينګښت په موخه عمليات پيل شوي دي.

انګار وايي چې په يو شمېر سيمو کې د خوندي امنيت ساتلو په موخه به ځيني پوستې هم جوړې کړي.

د لښکرګاه ښار د مختار سيمې اوسېدونکي محمدالله پژواک ته وويل چې نن سهار په دې سيمه کې امنيتي ځواکونو عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې هر څه ژر بايد نور په لښکرګاه کې امنيت ټينګښت ومومي ځکه خلک په وېره کې دي او کېدای شي نورې کورنۍ هم کډه وکړي.

دغه راز د سېلاب قول اردو قوماندان دا هم وويل چې د همدې عملياتو په لړ کې امنيتي ځواکونو د ګرشک په نهر سراج سيمه کې د طالبانو له يوه زندان څخه شپږ ملکي کسان راخوشي کړي دي.

د يادو راخوشي شوو کسانو له ډلې څخه د دلاور په نوم يوه کس پژواک ته وويل: ((يوه مياشت وړاندې د يو چا د قرض له امله طالبانو بندي کړم او بېګاه کومانډو ځواکونو را خلاص کړم.))

هغه وايي چې په زندان کې ورسره ناوړه چلند نه کېده خو د هرې شپې په تېرېدو سره يې ترې دوه سوه پاکستانۍ کلدارې اخيستې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې طالبانو د ګرشک ولسوالۍ په ترابي هوټل سيمه کې يوه پوسته نيولې ده او نهه امنيتي سرتېري یې وژلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.