کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٥): د مشرانو جرګې يو شمېر غړي، د ژمي موسم په رارسېدو سره د سولې غږ پورته کېدل د پوښتنې وړ بولي او له طالبانو سره يې د بين الافغاني خبرو اترو د ټينګار ترڅنګ له حکومت غوښتي، څو د سولې په لړۍ کې د پاکستان د لاسوهنې مخه ونيسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې خبرو اترو له برياليتوب وروسته داسې راپورونه خپاره شوي، چې د وسله والو طالبانو غړو هم په قطر کې د افغانستان له چارواکو سره ليده کاته کړي او په همدې موخه د وسلوالو طالبانو يو پلاوى پاکستان ته هم تللى دى.
په نړيوالو اړيکو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز ويلي، چې د طالبانو پلاوى له پاکستاني چارواکو سره په قطر کې د افغاستان او طالبانو استازو ترمنځ د کړو خبرو اترو په اړه پاکستان ته راغلى دى.
وسله والو طالبانو له افغان چارواکو سره د شانا خبرې اترې رد کړې او ويلي يې دي، چې د دوى يوه پلاوي د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه ياد هېواد ته سفر کړى دى.
د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې د يادو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وشوې.
د مشرانو جرګې يوه غړي افضل شامل د يادې جرګې په نننۍ غونډه کې د دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د سولې خبرو اترو پيل ته په اشارې سره وويل: "د سولې لړۍ ولې هرکال د ژمي په موسم کې راګرميږي؟"
هغه زياته کړه: "موږ داسې سوله غواړو چې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو له لارې ترسره شي او پاکستان په کې لاسوهنه ونه کړي."
شامل، سرتاج عزيز ته په خطاب کې وويل:"موږ خپل حال ته پرېږدئ، څو خپله لاره پيدا کړو، په افغانستان کې د سولې په فکر کې مه اوسئ."
افضل شامل د افغان حکومت له مشرانو وغوښتل، څو د سولې خبرو اترو په برخه کې د پاکستان د دوه ګونو لوبو مخه ونيسي، ځکه پاکستان په دې کار سره غواړي، د ژمي په موسم کې خپل طالبان تجهيز او سمبال کړي.
د يادې جرګې منشي عبدالله قرلق له طالبانو سره د سولې لړۍ ته په اشارې سره وويل: "دا سياسي لوبه ده او پر سولې به هيڅ اغېز ونه لري."
هغه زياته کړه: "د ژمي موسم د وسله والو مخالفينو د له منځه وړلو لپاره ښه موسم دى او امنيتي ځواکونه بايد سياسي لوبو او حرکتونو ته په تمه نه وي او د وسله والو مخالفينو تجهيز او سمبالښت ته نوره موقع ورنه کړي."
نوموړي زياته کړه، تېر کال هم د پاکستان له لوري د ژمي په موسم کې د سولې اواز پورته شو، خو کومه پايله يې نه درلوده او له همدې امله کندوز يو ځل بيا د وسله والو مخالفينو لاسونو ته وغورځېد.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن