ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: په لښکرګاه کې دې د طالبانو پر وړاندې عملیات وشي

خلک: په لښکرګاه کې دې د طالبانو پر وړاندې عملیات وشي

author avatar
25 Oct 2016 - 16:20
خلک: په لښکرګاه کې دې د طالبانو پر وړاندې عملیات وشي
author avatar
25 Oct 2016 - 16:20

لښکرګاه (پژواک، ۴ لړم ۹۵): د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار د بولان سيمې يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې سيمه کې بايد د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات وشي؛ ځکه دوى نور له جګړو په تنګ شوي دي.

په دې وروستيو کې د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په دويمې، دريمې او څلورمې امنيتي حوزو په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ دوامداره جګړې روانې دي.

بولان د لښکرګاه ښار په درېيمې حوزې پورې اړوند سیمه ده.

د دې سيمې اوسېدونکي عبدالهادي د لړم٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وروستيو جګړو له امله خلک په دې سيمه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي چې د همدې جګړو له امله يو شمېر کورونه نړېدلي او له ځینو نورو خلک کډه شوي دي.

هغه وویل: ((زه خپله ريکشه چلوم، پخوا لارې خلاصې وې، د ولسوالیو اوسېدونکي مې له اډې څخه تر  ښاره رسول، اولاد ته مې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوله، خو اوس چې کله سهار راشم  او دلته ناست  یم ۵۰ افغانۍ نه شم  پيدا کولی؛ ځکه د خلکو تګ راتګ نشته.))

ده له حکومته غوښتنه وکړه چې هر څه ژر په دې سيمه کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات ترسره کړي.

دغه راز د بولان سيمې يوه دوکاندار بريالي پژواک ته وويل چې د يوې مياشتې راهيسې دوی په دې سيمه کې يواځې د ډزو غږ اوري.

هغه وویل: ((هېڅوک له کور نه  نه شي وتلی، جګړه اوږده شوه، په کلیو او کورونو کې ماینونه ځای پر ځای شوي دي، موږ له دولت څخه  غوښتنه کوو چې کراري جوړه کړي، خلک بېرته  خپل دوکانونه خلاص کړي او خپل اولادونو ته  روزي پیدا کړي.))

دغه راز په بولان سيمه کې د پوليسو ساتنمن مير حمزه پژواک ته وويل چې امنيتي چارواکي بايد په دې سيمه کې نور پراخ عمليات ترسره کړي.

هغه زياته کړه: ((په دې سيمه کې طالبان په کورونو کې پټ شوي دي، پر موږ ډزې کوي بيا تښتي او ځانونه په کورونو کې پټوي.))

د يادو څرګندونو په اړه د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان تورن جنرال ولي محمد احمدزي پژواک ته وويل چې تېره ورځ د بولان په سيمه کې عمليات پيل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.