ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې ښځينه موټر چلوونکې د خلکو له خوا له ځورونو تر پزې راغلې

هرات کې ښځينه موټر چلوونکې د خلکو له خوا له ځورونو تر پزې راغلې

author avatar
25 Oct 2016 - 15:46
هرات کې ښځينه موټر چلوونکې د خلکو له خوا له ځورونو تر پزې راغلې
author avatar
25 Oct 2016 - 15:46

هرات (پژواک، ٤ لړم ٩٥): په هرات کې موټر چلوونکې ښځې په داسې حال کې د ځينو کسانو له لوري له ځورولو او ازاره شکايت کوي چې د چارواکو په خبره، په روان کال کې څه باندې ٢٥٠ ښځو د موټر چلوونې جوازونه ترلاسه کړي او دغه پروسه مخ پر لوړېدو ده.

د هرات د ترافيکو مدير امين الله ميهن يار نن (د لړم ٤مه) له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې ډېرو کمو ښځو ترافيکې پېښې کړې، همدا لامل دى چې د هرات ترافيکو اداره د ښځو د موټر چلوونې له کلتور ملاتړ کوي.

نوموړي زياته کړه: ((له نېکه مرغه چې هرات کې د ښځو د موټر چلوونکې فرهنګ ځاى لري، موږ د روان کال له پيله تر اوسه پورې څه باندې ٢٥٠ ښځو ته د ترافيکي قواعدو په اړه روزنه ورکړې او د موټر چلوونې جواز يې ترلاسه کړى دى.))

خو په هرات کې يو شمېر ښځينه موټر چلوونکې د ځينو نارينه موټر چلوونکو له لوري دوى ته ازار ورکول د موټر چلوونې پر مهال خپله عمده ستونزه بولي.

په هرات کې يوې ښځينه موټر چلوونکې شيما وفا چې له څه باندې څلورو کلونو راهيسې هره ورځ له کور نه تر خپل کاري دفتر پورې خپله موټر چلوي، پژواک ته يې وويل، سره له دې چې زيات خلک د ښځو موټر چلوونې ته په سپکه سترګه ګوري، خو دوى توانېدلې چې د مبارزې او استفامت له لارې خپل ځاى خوندي کړي.

د هرات يوه بله ښځينه چلوونکې جاهده سادات چې له اوو کلونو راهيسې موټر چلوي، وايي چې ښځې او نارينه په ټولنه کې له مساوي حقونو برخمن دي او هېڅوک هم حق نه لري چې د ښځو د موټر چلوونې مخنيوى وکړي.

هغه باور لري چې ښځې بايد د مبارزې او جديت له لارې هغه امتيازات ترلاسه کړي او د ساتنې لپاره يې هڅې وکړي کوم  چې قانون ورته پام کې نيولي دي.

په ورته وخت کې په هرات کې د ښځو د موټر چلوونې رونيز مرکز مشر بصيراحمد محمدي پژواک ته وويل، سره له دې چې په هرات ولايت کې ښځينه موټر چلوونکې مخ پر زياتېدو دي، خو تر اوسه هم په دغه ولايت کې د ښځو له لوري د موټر چلوونې فرهنګ په بشپړه توګه نه دى بنسټيز شوى.

هغه زياته کړه: ((کله چې په هرات کې ښځې موټر چلوي، نو مزاحمت يې کېږي او ځيني کسان ورباندې ټوکې کوي.))

د چارو يو شمېر پوهان په دې اند دي چې حکومت بايد په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول ټولنيزو برخو کې د ښځو د فعاليت لپاره زمينه مساعده کړي.

په هرات کې د ټولنيزو چارو کارپوه نعمت الله سروري پژواک ته وويل، يو شمېر نارينه د ښځو لپاره موټر چلول او نورو ټولنيز فعاليتونه ننګ او شرم بولي او په ټولنيز کې د ښځو د شتون مخنيوى کوي.

نوموړي زياته کړه: ((افغاني ټولنه فعالو، لوستو او فرهنګي ښځو ته اړتيا لري، په ټولنيزو چارو کې د ښځو ظرفيت جوړونه او ونډه، د هېواد د پرمختګ او ثبات لپاره ډېره ګټوره او موثره ده.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.