کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٥): ولسمشر غني د قطر د پخواني امير په وفات د غمشريکۍ په موخه د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن ماسپښين د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ.
د قطر پخوانى امير شيخ خليفه بن حمد ال ثاني، وړمه ورځ د ٨٤ کلونو په عمر مړ شو.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني به په پلازمېنه دوحه کې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، د هغه کورنۍ او د قطر خلکو ته د افغانستان د خلکو او دولت په استازیتوب د شیخ خلیفه بن حمد ال ثاني د وفات تسلیت ووایي.
د خبرپانې د معلوماتو له مخې، له ولسمشر سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د افغانستان د علماوو سراسري شورا ريیس مولوي قیام الدین کشاف، د ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري او ځينې نور چارواکي ملتيا کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن