ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

٥٧ سلنه افغان نجونې له ١٨ کلنۍ وړاندې ودونو ته اړ ايستل کېږي

٥٧ سلنه افغان نجونې له ١٨ کلنۍ وړاندې ودونو ته اړ ايستل کېږي

author avatar
25 Oct 2016 - 19:13
٥٧ سلنه افغان نجونې له ١٨ کلنۍ وړاندې ودونو ته اړ ايستل کېږي
author avatar
25 Oct 2016 - 19:13

 کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٥): کابل کې د "نجونې" ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه، چې اوس هم په افغانستان کې ٥٧ سلنه نجونې، ١٨ کلنۍ ته له رسېدو وړاندې ودونو ته اړ ايستل کېږي.

 په هغه غونډه کې چې نن په کابل کې د "نجونې" د نړيوالې ورځې په موخه ترسره شوه، د پوهنې وزير، د اطلاعات او فرهنګ وزارت استازي، د ماشومانو له حقونو څخه د دفاع بنسټونو او د افغانستان د موسيقۍ ښوونځي استازو ګډون درلود.

 افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې دفتر (Save The Children) مسوولې انا مافيا لاګټسن په ياده غونډه کې وويل چې له وخته وړاندې ودونه اوسمهال د افغان نجونو لپاره تر ټولو ستره ننګونه ده.

 هغې زياته کړه: "دا د نه منلو وړ ده چې په افغانستان کې زموږ ٥٧ سلنه نجونې له دې وړاندې چې ١٨ کلنۍ ته ورسيږي، ودونو ته اړ ايستل کېږي او په افغانستان کې په تېرو کلونو کې له ټولو پرمختګونو سره-سره افغانستان بيا هم د نجونو لپاره تر ټولو د ستونزمنو هېوادونو له ډلې بلل کېږي."

 افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې دفتر مسوولې د دې خبرې په څرګندولو سره چې افغان نجونې هره ورځ له خپلو اساسي حقونو د محروميت او تاوتريخوالي له پېښو، لکه ښوونې او روزنې او روغتيا پېښو سره مخ دي، وويل، نه يوازې په افغانستان کې ماشومانو ته د يوه ژوند جوړول، بلکې په ټوله نړۍ کې زموږ ګډ رسالت دى، بايد ټول هڅه وکړو چې د نجونو د ستونزو په حل کې ونډه واخلو.

 مېرمن لاګټسن زياته کړه: " د ماشومانو د ژغورنې دفتر ژمن دى چې د ماشومانو د ژوند په جوړولو کې نه يواځې په افغانستان کې، بلکې په ټوله نړۍ کې کار وکړي، دا زموږ او ستاسو ټولو مسووليت دى، چې د ماشومانو لپاره کار وکړو او د دوى لپاره يو غوره ژوند او راتولنکى تضمين کړو."

 نوموړې څرګنده کړه چې پر ماشومانو له پانګونې پرته د يوه ارامه او له سولې ډک افغانستان خوب ناممکن دى.

 هغې د دې خبرې په څرګندولو سره چې اوسمهال په افغانستان کې ١،٩ ميليون کارکوونکي ماشومان شتون لري، وويل چې يو شمېر يې نجونې تشکيلوي.

 د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي چې په ياده غونډه کې ګډون درلود وويل، کوم کسان چې د هېواد په لرو پرتو سيمو کې د علم او دانش له نعمت لرې پاتې دي، نجونې په يادو سيمو کې ډېرې ازار او ځورول کېږي.

 د پوهنې وزير زياته کړه:"افغان حکومت هڅه کوي، چې نور د نجونو حقونو تر پښو لاندې نه شي."

 نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې دوى په مديريت کې د ښځو د ګډون لپاره نوې پرېکړه کړې، وويل: "موږ پلان لرو چې په هر ولايت کې د پوهنې رياست مرستياله ښځه وي، چې کارې پرې پيل شوى او سبا ته په يادو پستونو کې له ښځو ازموينه اخيستل کېږي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.