ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل د عدليې رييس دنده ځنډول شوې

د زابل د عدليې رييس دنده ځنډول شوې

author avatar
26 Oct 2016 - 12:20
د زابل د عدليې رييس دنده ځنډول شوې
author avatar
26 Oct 2016 - 12:20

کلات- کابل (پژواک، ٥ لړم ٩٥): د زابل چارواکي وايي چې د دغه ولايت د عدليې رييس دنده ځنډول شوې او موضوع يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې ده.

له تېرو دوو ورځو راهيسې يوه ويډيو په ټولنيزو شبکو کې خپرېږي چې د زابل د عدليې رييس ګلاب محمد خطير له خپل يوه کارکوونکي د جنسي اړيکو غوښتنه کوي.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د لړم په ٥مه پژواک خبري اژانس ته ومنله چې دوى هم له يادې ويډيو خبر شوي چې له پرون راهيسې په ټولنيزو شبکو کې خپرېږي.

هغه زياته کړه چې د ولايت مقام سمدستي د عدليې د رييس دنده ځنډولې او د نورو څېړنو لپاره يې دا موضوع عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلې ده.

خو د عدليې رييس ګلاب محمد خطير وايي چې په دغه ولايت کې د ځمکو د غاصبينو او مافيا له خوا ورته يوه دسيسه جوړه شوې ده.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((زه چې له کله راهيسې دغه ولايت ته د عدليې د رييس په توګه ټاکل شوى يم، نو د ځمکو د غاصبينو او مافيا پر ضد مې کلکه مبارزه پيل کړې ده، څو دولتي ځمکې بېرته را وګرځوم.))

د خطير په وينا، د دغه رياست د قضاياى دولت څانګې يو مدير چې له مافيا سره لاس لري، هغه څوک چې په ويډيو کې ښکاري، پر ده يې مقرر کړى و.

د عدليې رييس وايي: ((دا ويـډيو څو مياشتې مخکې ډکه شوې وه، زه په غوږو سم نه اورم، دغه هلک خبرې کوي او زما خبرې يې جعل کړې دي، په ويـډيو کې غږ زما نه دى.))

ده زياته کړه چې هغه مهال د خلکو په جرګو مرکو دا ستونزه هواره شوه او ياد هلک بېرته مقرر شو، خو اوس نه پوهېږي چې دا ويډيو ولې خپره شوې ده.

خطير وايي چې د خپل حيثيت د اعادې لپاره به عدلي او قضايي ارګانونو ته مراجعه وکړي.

بلخوا نن په ولسي جرګه کې هم يو شمېر وکيلانو پر يادې ويـډيو بحث وکړ او د دې موضوع د څېړلو غوښتنه يې وکړه.

د کابل وکيلې شينکۍ کړوخېل وويل چې ياد رييس بايد له دندې لرې او د څېړنو لپاره څارنوالۍ ته معرفي شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.