کابل ښار (پژواک، ٥ لړم ٩٥): ځايي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو له خوا پر ميدانښار د بريد پر مهال د هاوان يوه مرمۍ پر ملکي روغتون لګېدلې چې له امله يې ناروغانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
وسله والو طالبانو نن (د لړم ٥مه) د ميدان وردګو ولايت پر مرکز ميدانښار، کابل- کندهار او ميدان ښار- باميان په لويو لاروکې پر امنیتي پوستو بريدونه کړي چې له امله يې يادې لارې د څو ساعتونو لپاره بندې وې.
د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادو بريدونو پر مهال د وسله والو طالبانو له خوا توغول شوې د هاوان يوه مرمۍ د ميدان ښار پر ملکي روغتون لګېدلې ده.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې يو ماشوم وژل شوى او د يو شمېر ماشومانو په ګډون ٨ ناروغان چې د درملنې په موخه دغه روغتون ته راغلي وو، ټپيان شوي دي.
دى وايي چې د ولايت د مرکز ميدانښار اړوند د نظم عامې د سلمان فارس پوسته د وسله والو طالبانو تر محاصرې لاندې ده او کله چې امنيتي ځواکونه مرستې ته ورغلل، نو له کمين سره مخ شول.
هوتک دغه راز وويل چې هوايي مرمۍ د ولايت مقام او ښاروالۍ مخې ته هم لګېدلې دي، خو مرګ ژوبله يې نه لرله.
د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل پر روغتون له بريده بې خبري وښوده، خو زياته يې کړه چې په نورو سيمو کې د وسله والو بريدونه پر شا تمبول شوي دي.
تر دې مخکې د ميدان وردګو والي ځنډي ګل زماني پژواک اژانس ته ويلي وو چې د دغه ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لوري تړل شوې د کابل- کندهار لاره بېرته د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوې ده.
هغه زياته کړې وه، سهار شاوخوا څلور بجې وسله والو طالبانو د سيداباد ولسوالۍ په شاطورو سيمه کې د ملي اردو پر پوستې بريد وکړ.
د نوموړي په وينا، په دغه بريد کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوی او يو بل ټپي دی.
ده زياته کړې وه: ((د طالبانو دېرش موټرسايکل او ١٤ پېکپ موټر د غزني زنخان خوا ته وتښتېدل.))
وسله وال طالبان هم ياد شوي بريدونه تاييدوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن