ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار مدني فعالان له بېځايه شوو او کډوالو سره د بېړنيو مرستو غوښتنه وکړه

د ننګرهار مدني فعالان له بېځايه شوو او کډوالو سره د بېړنيو مرستو غوښتنه وکړه

author avatar
26 Oct 2016 - 11:49
د ننګرهار مدني فعالان له بېځايه شوو او کډوالو سره د بېړنيو مرستو غوښتنه وکړه
author avatar
26 Oct 2016 - 11:49

جلال اباد (پژواک، ۵ لړم ۹۵): د ننګرهار ولايت مدني فعالانو دغه ولايت ته د راستنو شوو کډوالو او د هېواد دننه بېځايه شوو کورنيو ته د مرستو غوښتنه وکړه او د هغو د ستونزو پر حل يې ټينګار وکړ.

دوی چې د لړم میاشتې په  ۵ مه په جلال اباد ښار کې په يوې مطبوعاتي ناستې کې خبرې کولې، په ځانګړي ډول يې د پچيراګام له وروستۍ جګړې جلال اباد ښار ته له راستنو شوو کورنيو سره د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه.

په ننګرهار کې د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې مشر ډاکټر نعمت الله همدرد د مدني ټولنو په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل چې راستانه شوي او داخلي بېځايه شوي خلک په ډېرو ستونزو کې دي او بايد حکومت ورته مرستې ورسوي.

هغه وويل، له کډوالو ادارې  يې د ترلاسه کړو معلوماتو پر بنسټ روان ميلادي کال د ننګرهار له لارې له يو سلو دېرش زره زياتې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او ګڼې يې په همدغه ولایت کې مېشتې شوې دي.

دی دغه راز وايي چې زرګونه کورنۍ په ولسواليو کې د جګړو له امله بېځايه شوې او په جلال اباد ښار کې ورسره ګڼه ګوڼه او بې کاري زياته شوې ده.

د غونډې يو بل ګډونوال عبداللطيف مل شينواري وويل چې حکومت دې په جدي توګه د اړو او بېځايه شوو خلکو لپاره ستونزې حل کړي.

ده ټينګار وکړ چې کډوال په ډېرو ستونزو کې دي او بايد په اړه یې عاجل اقدامات وشي.

د مومندو د قومي شورا استازي انجنير نور افضل مصلح وويل چې کډوالو ته دې د مرستو تر څنګ هغوی ته د کار زمينه هم برابره کړي څو په راتلونکي کې له احتیاجه وژغورل شي.

ځوان مدني فعال صبغت الله مجيدي چې د پچيراګام ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وايي چې له دې ولسوالۍ ۱۸ زره کورنۍ بېځايه شوې، جلال اباد ښار ته کډه شوې او په سختو ستونزو کې ژوند کوي.

دی وايي چې له هغوی سره بايد د نورو مرستو تر څنګ لومړنۍ عاجلې مرستې وشي؛ ځکه په خبره يې ټولې کورنۍ په سختو مشکلاتو کې دي.

د کنفرانس ګډونوالو د دې غوندي په پای کې يو پرېکړه ليک هم خپور کړ چې په کې د پچيراګام ولسوالۍ بېځايه شوو کورنيو ته د عاجلو مرستو، د کډوالو د ستونزو حل ته د يوې منظمې برنامې جوړېدو او د کډوالو د ستونزو د حل په موخه د پاليسۍ د تطبيق لپاره له حکومت او نړيوالې ټولنې د مالي او تخنيکي مرستو غوښتنه شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې سلاکار وزير ، والي ګلاب منګل د خپلې دندې په لومړۍ ورځ د پچير اګام ولسوالۍ  بې ځايه شوو ته د مرستو رسولو امر کړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.