ښرنه (پژواک، ٥ لړم ٩٥): د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنې ښار کې د دوو چاودنو له امله د دوو پوليسو په ګډون ١٧ عام وګړي ټپيان شوي دي.
د مرکز ښرنې ښار يوه دوکاندار او عيني شاهد شېراحمد د لړم په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنې نن سهار په شاوخوا نهو بجو د مرکز ښرنې ښار د شهيدانو څلور لارې او ښرنې ملکي روغتون ترمنځ ساحو کې شوې دي.
هغه زياته کړه چې لومړى د لاسي بم چاودنه وشوه، کله چې خلک راټول شول، نو ور پسې د ماين چاودنه وشوه.
د نوموړي په وينا، په دواړو چاودنو کې دوه پوليس او ١٥ عام وګړي ټپيان شوي دي.
د پکتيکا د ملکي روغتون مشر ډاکټر چنار ګل صديقي پژواک ته وويل چې له لومړۍ چاودنې څخه ورته ۱۱ عام وګړي او دوه پوليس په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.
د هغه په وينا، د دوو پوليسو او درېيو عامو وګړو روغتيايي حالت ښه نه و او د ښې درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.
خو ددې روغتون يوې بلې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وويل چې له يادې چاودنې ورته د دوه پوليسو په ګډون ۱۷ تنه ټپيان راوړل شوي چې اته تنه يې د ښاروالۍ صفاکاران وو.
د پکتيکا ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرووف مسعود پژواک ته وويل چې د مرکز ښرنې په چاودنو کې دوه پوليس او ۶ عام وګړي ټپيان شوي دي.
نوموړي په دې اړه د نورو جزيياتو له ورکولو ډډه وکړه.
ددې چاودنو مسووليت چا نه دى منلى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن