کندهار (پژواک، ٥ لړم ٩٥): د کندهار والي وايي، په امنيتي برخه کې يواځې دفاعي تګلاره د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو مخنيوى نه شي کولاى، بلکې پر هغوى بايد بريدونه وشي او له منځه يووړل شي.
ډاکټر محمد همايون عزيزي دغه څرګندونې د ولايت مقام د غونډو په تالار کې اوونيزې امنيتي غونډې ته وکړې چې په کې د بېلابېلو امنيتي ارګانونو مسوولنيو برخه لرله.
والي وويل، امنيتي ځواکونه دې کله هم د دښمن د بريد په تمه نه کېني، بلکې تل بايد په تعرضي حالت کې وي او د هغوى د هر راز فعاليتونو مخنيوى وکړي.
ده زياته کړه، يواځې دفاعي حالت وسله والو ته دا فرصت ورکوي چې په ډاډه توګه ترهګريز فعاليتونه پلان او عملي کړي.
نوموړي امنيتي مسوولينو ته سپارښتنه وکړه چې له خپلو ټولو امکاناتو څخه په کار اخيستو دې په پوره همغږۍ له ولس سره له نږدې کار وکړي او امنيتي وضعيت دې لا ډاډمن کړي.
عزيزي د کندهار اوسنى نسبي امنيتي وضعيت د امنيتي ارګانونو او خلکو د ګډې همکارۍ پايله وګڼله او د حالت د لا ښه والي لپاره يې پر پراخو هڅو ټينګار وکړ.
په دې غونډه کې د کندهار د ملي امنيت رييس تورن جنرال قدر محمد قدر وويل، وسله والو تل هڅه کړې چې په دې ولايت کې امنيت ګډ وډ کړي، خو د هغوى دغه هڅې يې ناکامې کړي.
ده خبر ورکړ چې روانه اوونۍ يې په کندهار ښار او ولسواليو کې د عملياتو پر مهال ١٦ وسله وال نيولي چې ګڼ ترهګريز بريدونه يې کړي وو او د نورو د جوړولو پلان يې درلود.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي وويل، پوليسو په دې اوونۍ کې ٢ تنه وسله وال مخالفين او ٥ مشکوک کسان نيولي او په بلابېلو سيمو کې يې ٢٤ ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
هغه دغه راز يادونه وکړه چې د امنيې قومندانۍ د نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې ٣٢ کيلوګرامه ترياک له دوو تنو سره يو ځاى نيولي دي.
د پوليسو د سرحدي زون قوماندان مل پاسوال انبيا انور وويل، چې وسله وال د کندهار په سرحدي ولسواليو وخت په وخت بريدونه تر سره کوي چې هغوى د مخنيوي هڅې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن