ترينکوت (پژواک، ٥ لړم ٩٥): د اروزګان ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د پوليسو د درېيم کنډک قوماندان له خپلو ١٣ ملګرو سره وسله والو طالبانو ته تسليم شوى دى.
د دغه ولايت د چورې ولسوالۍ امنيه قوماندان اکا د لړم په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوليسو دغه کنډک په چورې ولسوالۍ کې پروت و.
هغه زياته کړه چې د قاهرخان په نوم د پوليسو د درېيم کنډک قوماندان له تېرو دوو مياشتو راهيسې دلته دنده ترسره کوله، خو اوس له خپلو ١٣ ملګرو سره نادرکه شوى دى.
د قوماندان اکا په وينا، ګومان کېږي چې قوماندان قاهر له خپلو ملګرو پوليسو سره وسله والو طالبانو ته تسليم شوی؛ ځکه چې د ولسوالۍ په شاوخوا سيمو کې طالبان حاکم دي.
د اروزګان د ولايتي شورا مشر عبدالکريم خادمزي هم پژواک اژانس ته وويل چې کېداى شي له قوماندان قاهر طالبانو سره يو ځاى شوي وي.
د هغه په وينا، هغه يو ځل مخکې هم له وسله والو سره يو ځاى شوى و.
د خادمزي په وينا، يو شمېر طالبانو په دولتي ليکو کې ځانونه ځاى پر ځاى کړي دي چې له امله يې بيا دا ډول پېښې رامنځته کېږي.
د والي وياند دوست محمد ناياب پژواک ته وويل چې دوى د ياد قوماندان په اړه معلومات نه لري، چې وژل شوى يا مخالفينو ته تسليم شوى دى.
ده زياته کړه: ((سهار يې د وژل کېدو اوازه وه.))
طالبانو هم ويلي چې په اروزګان کې د يوه قرارګاه قوماندان له خپلو ١٥ سرتېرو سره له دوى سره يو ځاى شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن