ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

استادان: خلک مو د ځمکې د غصب هڅه کوي

استادان: خلک مو د ځمکې د غصب هڅه کوي

author avatar
27 Oct 2016 - 15:14
استادان: خلک مو د ځمکې د غصب هڅه کوي
author avatar
27 Oct 2016 - 15:14

جلال اباد (پژواک، ۶ لړم ۹۵): د ننګرهار د پوليسو د روزنيز مرکز استادان وايي چې له دغه مرکز سره نږدې ځمکه ورته د استوګنې د کورونو لپاره نقشه شوې؛ خو د سيمي خلک يې کار ته نه پرېږدي.

دوی وايي، د سيمې خلکو پخوا هم د شاوخوا لس لکه افغانيو تيږې وړې او بيا هم پلان لري چې تيږې يوسي او هم د دوی نومرې غصب کړي.

د روزنيز مرکز استادانو چې د لړم په ۶مه يې د ياد مرکز تر څنګ په يو خبري کنفرانس کې له خبريالانو سره خبرې کولې، هغه اسناد هم رسنيو ته وښودل چې په کې دغه شاوخوا ۶۰ جريبه ځمکه د دوی د اوسېدو لپاره ځانګړې شوې ده.

د ننګرهار ولايت د پوليسو روزنيز مرکز د جلال اباد- تورخم د لویې لارې په اوږدو کې د روداتو ولسوالۍ د حصارشاهي په دښته کې په ۱۰۵ جريبه ځمکه کې جوړ شوی او تر څنګ يې ۶۰ جريبه ځمکه د دغه مرکز د استادانو اوسېدو ته ځانګړې شوې ده.

د پوليسو اکاډمۍ د تعليم او تربيې برخې مدير سبحان الله وويل چې دغه ښارګوټی په ۱۳۸۵ کال کې د وخت د والي ګل اغا شېرزي له لوري دوی ته ځانګړی شوی او تر اوسه يې ټول قانوني پړاوونه وهل شوي خو د سيمي اوسېدونکي يې ممانعت کوي.

هغه وويل چې يو شمېر ملکانو د حاجي ګل احمد په مشرۍ د سيمې خلک لمسولي تر څو د دوی د کارونو پر وړاندې خنډ جوړ کړي.

دی وايي چې د ښاروالۍ له لوري ورته ځمکه نقشه شوې، نومرې وېشل شوې او دوی يې د سنګکارۍ چارې هم پيل کړې؛ خو د سيمې خلکو ترې څه موده وړاندې د لس لکو افغانيو په شاوخوا کې تيږې وړې او بيا هم خبر شوي چې ورته اقدام کوي او دا ځل ځمکه هم غصبوي.

د دې اکاډمۍ استاد شفيع الله وويل چې ښار ته د تګ راتګ پر مهال په چاودنو کې د دغه مرکز ۴۰ استادان وژل شوي او که دا ښارګوټی ورغول شي؛ نو د دومره لویې مرګ ژوبلې مخه به ونيسي.

دی وايي، نه يوازې دا چې دغه ښارګوټی به د تګ راتګ پر مهال د استادانو د مرګ ژوبلې مخنيوی وکړي، بلکې د اکاډمۍ امنيت به هم ورسره تامين شي.

دغه راز يو بل استاد احمد بلال وويل چې د پوليسو په نوم په ياده سيمه کې شاوخوا لس کاله وړاندې يو بل ښارګوټی هم نومول شوی؛ خو تر اوسه يې هېڅ پوليس ته نومره نه ده وېشلې.

هغه اندېښنه وښوده، که حکومت په دې برخه کې اقدام ونه کړي؛ نو له يوې خوا به دغه نومرې د دوی له لاسه ووځي او له بلې خوا به دغلته د نورو خلکو په مېشته کېدو اکاډمي هم نا امنه شي.

بل لور ته احمدګل چې په دې قضيه کې د تورونو کسانو مشر ګڼل شوی، پژواک اژانس ته وويل چې تيږه هم د خلکو له خوا وړل شوې او کار هم خلکو درولی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.