ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا: په افغانستان کې مو د القاعدې دوه مهم قوماندانان په نښه کړي

امریکا: په افغانستان کې مو د القاعدې دوه مهم قوماندانان په نښه کړي

author avatar
27 Oct 2016 - 14:18
امریکا: په افغانستان کې مو د القاعدې دوه مهم قوماندانان په نښه کړي
author avatar
27 Oct 2016 - 14:18

واشنګټن (پژواک، ٦ لړم ٩٥): د امريکا د دفاع وزارت اعلان کړى چې د افغانستان په وروستيو هوايي بريدونو کې يې د القاعدې دوه مهم قوماندانان په نښه کړي دي.

په واشنګټن کې د امريکا د دفاع وزارت پنټاګان وياند پيټرکک ويلي چې د القاعدې یاد قوماندانان  فاروق القطاني او بلال العتبي نومېدل.

هغه زياته کړې، القطاني ته په افغانستان کې د القاعدې ډلې له سره د فعالولو او پټنځايونو جوړولو دنده سپارل شوې وه.

امريکايي سرچينې ويلي، دوى په ياد هوايي بريد کې خپل اهداف ترلاسه کړي او اوس د يادو  قوماندانانو د ژوند د څرنګوالي په اړه څېړنه کوي.

سرچينې ويلي چې القطاني له تېرو څلورو کلونو راهيسې په کونړ ولايت کې مېشت او د امريکايي ځواکونو تر تعقيب لاندې و.

د امريکا د دفاع وزارت ادعا کړې چې القطاني د القاعدې د بريدونو طراح و، پر امريکايي او د هغې د نورو متحدينو پر ځواکونو بريدونو کې يې لاس درلود.

د هغه په وينا، که چېرې د القطاني او العتبي وژل کېدل ثابت شول، نو دا به دا لقاعدې لپاره لويه ضربه وي.

تر دې مخکې د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د لړم په ٣مه پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې دا هوايي بريد د غازي اباد ولسوالۍ د ايلګل پر درې شوى و.

هغه زياته کړه وه چې په دغه بريد کې د يو شمېر عربانو او پاکستانيانو په ګډون ٢٦ وسله وال وژل شوي دي.

همت ويلي وو چې نورو وژل شوو کسانو کې د وسله والو مخالفينو يو شمېر قوماندانان او سرګروپان هم شامل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.