کابل (پژواک، ٦ لړم ٩٥): ملي امنيت په کونړ ولايت کې د امريکايي ځواکونو په بې پيلوټه الوتکې بريد کې د القاعدې د درېيو مهمو مشرانو وژل کېدل تاييد کړل.
د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د لړم په ٣مه پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې دا هوايي بريد د غازي اباد ولسوالۍ د ايلګل پر درې شوى و.
هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې د يو شمېر عربانو او پاکستانيانو په ګډون ٢٦ وسله وال وژل شوي دي.
همت ويلي وو چې نورو وژل شوو کسانو کې د وسله والو مخالفينو يو شمېر قوماندانان او سرګروپان هم شامل دي.
د امريکا د دفاع وزارت پرون اعلان کړى و چې دوى د امريکا د دفاع وزارت اعلان کړى چې د افغانستان د کونړ ولايت په وروستيو هوايي بريدونو کې يې د القاعدې دوه مهم قوماندانان په نښه کړي دي.
په واشنګټن کې د امريکا د دفاع وزارت پنټاګان وياند پيټرکک ويلي چې د القاعدې ياد قوماندانان فاروق القطاني او بلال العتبي نومېدل، خو د وژل کېدو دتاييد لپاره يې څېړنې پيل کړې دي.
د افغانستان د ملي امنيت لوى رياست له خوا د لړم په ٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کونړ په بريد کې د القاعدې درې مهم لوړپوړي مشران وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې د دوشنبې په شپه د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې ترسره شوي بريد کې د فاروق القطاني، بلال او يو بل مهم غړى وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې امريکايي ځواکونو دغه هوايي بريد د ملي امنيت په کوردينات ترسره کړي وو.
د ملي امنيت ادارې ادعا کړې چې القطاني به افغانستان کې د القاعدې مشر او بلال يې د مرستيال په توګه دنده ترسره کوله.
تر دې مخکې دامريکا ددفاع وزارت ويلي وو، چې القطاني ته په افغانستان کې د القاعدې ډلې له سره د فعالولو او پټنځايونو جوړولو دنده سپارل شوې وه.
امريکايي سرچينې ويلي، دوى په ياد هوايي بريد کې خپل اهداف ترلاسه کړي او اوس د يادو قوماندانانو د ژوند د څرنګوالي په اړه څېړنه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن