کابل (پژواک، ٦ لړم ٩٥): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړى استازى ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال وايي چې افغان مېرمن شربته ګله به ډېر ژر د پاکستان له بنده خوشې او هېواد ته واستول شي.
پاکستاني پوليسو پرون د شربت ګلې په نوم هغه افغان کډواله مېرمن د جعلي اسنادو جوړولو په تور نيولې ده چې د شنو سترګو عکس يې په نړيواله کچه شهرت موندلى و.
یاده مېرمن چې په ۱۹۸۴ زېږديز کال کې یې د پېښور په ناصرباغ پنډغالي کې ژوند کاوه، يوه امريکايي فوټو ژورنالېست سټيو مک له خوا يې عکس اخيستل شوى و او دا عکس بيا د امريکا په مشهورې نېشنل جيوګرافيک مجلې په ټايټل کې خپور شوى و.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ليکلي چې د پاکستاني پوليسو له لوري د افغانستان تر ټولو زياتې پېژندل شوې او د نړۍ تر ټولو زياتې زړه راښکونکې څېرې مېرمن شربت ګلې له نيولو څخه د رسنيو له لارې خبر شو.
هغه زياته کړې: (( په خواشينۍ سره له دې مخکې په دې اړوند له موږ سره هېچا اړيکې نه وې نيولې. له خبرېدو وروسته سمدلاسه د نوموړې په لټه کې شوو او پيدا مو کړه.))
زاخېلوال ويلي چې مېرمن شربت ګله د خپلې کورنۍ د نورو غړو سره په پېښور کې د جعلي پاکستانۍ پېژندپاڼې درلودلو په تور نيول شوې.
د افغانستان سفير ژمنه کړې چې نه يواځې دا چې ډېر ژر به يې له بنده راخلاصه کړي، بلکې وبه يې هڅوي چې له خپلې کورنۍ سره بېرته د هېواد غېږې ته په درنښت ستنه شي.
د زاخېلوال په وينا، دا چې د نوموړې معصومې څېرې نږدې څلور لسيزې تر ننه د خوږ هېواد د يو ډېر مثبت تصوير استازيتوب کړی د ولسمشر څخه به وغواړي چې نوموړې او کورنۍ يې په يوه تياره جونګړه ونازوي.
ده زياته کړې : (( ډاډمن يم چې ولسمشر به يې په خوښۍ ومني.))
بلخوا په خيبر پښتونخوا کې د افغانستان د لوى کونسلګرۍ کونسلجنرال ډاکتر عبدالله وحيد پويان هم ويلي، چې نن به ددغه ولايت د زندانونو وزير قاسم خان سره د افغان مېرمنې شربت ګلې د نيونې د قضيې په اړه بېړنۍ ليدنه وکړي.
هغه زياته کړه چې له ياد وزير سره به د مېرمنې شربت ګلې له زندان څخه د خلاصون او د تضمين په لارو چارو خبرې وکړي .
سرچينې زياته کړې چې دى په خپله به د افغان مېرمنې شربت ګلې قضيه وڅاري او د نوموړې د خلاصون لپاره به له ټولو مربوطو پاکستاني مقاماتو سره خبرې وکړي او ډېر زر به هغه له بنده خلاصه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن