ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“صالحي خيريه ټولنيز بنسټ” فعاليت پيل کړ

“صالحي خيريه ټولنيز بنسټ” فعاليت پيل کړ

author avatar
27 Oct 2016 - 14:48
“صالحي خيريه ټولنيز بنسټ” فعاليت پيل کړ
author avatar
27 Oct 2016 - 14:48

کابل (پژواک، ۶ تله ۹۵): د بشردوستانه مرستو او د بېوزلو د لاسنيوي په موخه په کابل کې "صالحي خيريه ټولنيز بنسټ" خپل فعاليت پيل کړ.

د ياد خيريه بنسټ مشر عبدالواسع صالحي نن په کابل کې د دغه بنسټ په پرانيستغونډه کې وويل، دغه بنسټ له بېوزلو او د هر ډول پېښو له قربانيانو سره د مرستې او لاسنيوي لپاره جوړ شوی دی.

دى زياتوي: "زموږ موخه په ټولنه کې د شته ستونزو حل او ټولنې ته د بشردوستانه، روغتيايي، پوهنيزو، د جنډر د برابرۍ، د ځوانانو او ښځو پياوړتيا، عامه پوهاوی او د ورزشي پروګرامونو وړاندې کول دي."

د بنسټ مرستيالې حميدې وردګ وويل، صالحي بنسټ چې سږ کال تاسيس شوی، يو بشردوستانه، غير انتفاعي، غير سياسي او نادولتي بنسټ دى چې موخه يې په هېواد کې د مرستو رسول دي.

هغې په ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول ملي سوداګرو غږ وکړ چې د اړينو مرستو لپاره دې له دوی سره مرسته وکړي، ترڅو يې دوی په مناسب ځای کې ولګوي.

ديني عالم قاضي احمدشاه هوتک وويل، په افغانستان کې ستونزې اوج ته رسېدلي او ګڼ شمېر افغانان له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، نو اړينه ده له بېوزلو کسانو هر ډول بشري مرستې وشي.

نوموړي هم په سوداګرو غږ وکړ چې له صالحي بنسټ سره مرسته وکړي، ترڅو د دوی مرستې اړو کسانو ته په ښه ډول ورسول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.