ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قيوم کوچى: ولسمشر په پرېکړو کې  پوره واک نه لري

قيوم کوچى: ولسمشر په پرېکړو کې پوره واک نه لري

author avatar
27 Oct 2016 - 16:37
قيوم کوچى: ولسمشر په پرېکړو کې  پوره واک نه لري
author avatar
27 Oct 2016 - 16:37

خوست ښار (پژواک، ٦ لړم ٩٥): د ولسمشر تره عبدالقيوم کوچی وايي چې محمداشرف غني د چارو په ترسره کولو او دغه راز په پرېکړو کې پوره واک نه لري او نه شي کولای، ټول کارونه په خپلواکه توګه مخې ته يوسي.

عبدالقيوم کوچي دغه څرګندونې د لړم په ٦مه د خوست ولايت مقام له خوا په دولتي مېلمستون کې يوې   ولسي غونډې ته کړې چې له دولت څخه د ملاتړ او د خلکو د ستونزو د څېړلو په موخه جوړه شوې وه.

که څه هم نوموړي په ښکاره په دې برخه کې د چا نوم وانه خيست، خو اشاره يې اجرائيه رياست ته وه، چې حتی د مامورينو د ګومارنې په پروسه کې هم لاسوهنه کوي.

عبدالقيوم کوچي زياته کړه چې دننه په حکومت کې ځينې کړۍ شته چې د بهرنيو استخباراتي شبکو په لارښوونه د نظام د ړنګېدو هڅې کوي.

هغه وايي: ((موږ ډېر مخالفين لرو، په دغه نظام کې داسې کسان هم شته چې نظام تخريبوي، نه غواړي چې شريعت  تطبيق او قانون نافذ شي.))

عبدالقيوم کوچي همدارنګه پر ځينو کورنيو رسنيو هم سخته نيوکه وکړه او د دښمنو رسنيو خطاب يې ورته وکړ چې ګواکې له بهره تمويلېږي او افغان حکومت تخريبوي.

ده زياته کړه: ((رسنيو ته هېڅ غوږ مه نيسئ، دا دښمنې رسنۍ دي، دا د ملت په خير نه دي، د نظام پايښت نه غواړي، دلته ابادي نه غواړي، د هرې رسنۍ شا ته پردي ولاړ دي او پيسې ورکوي.))

د ولسمشر استازي عبدالقيوم کوچي دغه راز غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې ولسمشر اشرف غني د هېواد د پرمختګ لپاره له ځان سره ډېر ښه پلانونونه لري، خو په پلي کولو کې ورسره څوک همکاري نه کوي.

هغه زياتوي: ((ولسمشر د يوې پيسې پوښتنه هم کوي، مګر په خواشينۍ سره څنګه چې لازمه ده، هماغسې ټيم ورسره نشته، خو د خوشحالۍ خبره داده، چې ولسونه اوس پوه شوي دي.))

د خوست د ولايتي شورا غړي قمرعلي لکڼوال د قيوم کوچي په مشرۍ له راغلي پلاوي غوښتنه وکړه، چې ولسمشر دې پر هغو ژمنو عمل وکړي چې د کمپاين پرمهال يې د دغه ولايت له اوسېدونکو سره کړې دي.

ده زياته کړه: ((موږ له خپل دولت نه قاطع حمايت کوو، خو په ورته وخت کې له ولسمشره غواړو چې زموږ غوښتنې په نظر کې ونيسي او هغه ژمنې چې مو سره يې کړې دي، عملي بڼه ورکړي.))

په ياده غونډه کې د خوست يو شمېر نورو قومي مشرانو هم له مرکزي دولت، په ځانګړي ډول له ولسمشر او اجرائيه رييسه وغوښتل چې دغه ولايت ته پاملرنه زياته کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.