ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نعيمي: د کډوالو په نوم د ځمکو غصبوونکي به د قانون منګولو ته وسپارو

نعيمي: د کډوالو په نوم د ځمکو غصبوونکي به د قانون منګولو ته وسپارو

author avatar
27 Oct 2016 - 16:02
نعيمي: د کډوالو په نوم د ځمکو غصبوونکي به د قانون منګولو ته وسپارو
author avatar
27 Oct 2016 - 16:02

مهترلام (پژواک، ٦ لړم ٩٥): د لغمان والي وايي، څوک چې د کډوالو په نوم دولتي ځمکې غصبوي، تر نيولو وروسته به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د لغمان د والي وياند  سرحدي ځواک د لړم په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې والي عبدالجبار نعيمي دا څرګندونې نن د ولايت په مياشتنۍ انکشافي غونډه کې وکړې.

نعيمي زياته کړې، اړوند مسوولين دنده لري څو د غصب پر وړاندې په مبارزه کې په پوره جديت سره کار وکړي او هغه څوک چې په يو نوم او بل نوم ځمکې غصبوي قانوني چلند دې ورسره وشي.

د لغمان د کډوالو چارو رييس محمد کاظم حقپال په خپل راپور کې وويل چې د مرستندويه موسسو سره په همکارۍ يې د کډوالو لپاره د بشري، روغتيايي ،خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې جريان لري.

نوموړي د هغو سلګونو کورنيو په اړه چې د کډوالۍ فورمې نه لري او راجستر شوي نه دي وويل ،دا چې همکارې موسسې اوسمهال يوازې د راجستر شوو کډوالو سره مرستې کوي، ژر به د غير راجستر شويو کورنيو سره هم بشري مرستې پيل کړي.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي له مرستندويه موسسو وغوښتل چې لغمان کې خپلې مرستې لا پراخې کړي او له راستنېدونکو کورنيو سره په وخت بشري مرستې وکړي.

نوموړي زياته کړه، هېڅوک نه شی کولی، چې دکډوالو په نوم غير پلاني دولتي ساحاتو او ځمکو کې کورونه جوړ کړي.

د نعيمي په وينا، څوک چې د کډوالو په نامه په دولتي ځمکو کې کورونه جوړوي،غاصبين دي  او ټولو امنيتي او کشفي ادارو ته يې دنده وسپارله چې د کډوالو په نوم د دولتي ځمکو غاصبين، قانون ماتونکي او امنيت تهديدونکي تشخيص او تر قانوني پوښتنو لاندې راولي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.