ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزي له پاکستانه غوښتي چې شربت ګله او کورنۍ يې له بنده خوشې کړي

حامد کرزي له پاکستانه غوښتي چې شربت ګله او کورنۍ يې له بنده خوشې کړي

author avatar
28 Oct 2016 - 16:35
حامد کرزي له پاکستانه غوښتي چې شربت ګله او کورنۍ يې له بنده خوشې کړي
author avatar
28 Oct 2016 - 16:35

کابل (پژواک، ۷ لړم ٩٥): حامد کرزي  شربت ګله د افغانستان د ښايست، هڅو او درد سمبول وګڼله او له پاکستانه يې وغوښتل چې هغه او کورنۍ يې له بنده خوشې کړي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې حامد کرزي د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره شربت ګله او د هغې کورنۍ له بنده خوشې کړي.

پاکستاني پوليسو وړمه ورځ د شربت ګلې په نوم هغه افغان کډواله مېرمن د جعلي اسنادو جوړولو په تور نيولې ده چې د شنو سترګو عکس يې په نړيواله کچه شهرت موندلى و.

ياده مېرمن چې په ۱۹۸۴ زېږديز کال کې يې د پېښور په ناصرباغ پنډغالي کې ژوند کاوه، يوه امريکايي فوټو ژورنالېست سټيو مک له خوا يې عکس اخيستل شوى و او دا عکس بيا د امريکا په مشهورې نېشنل جيوګرافيک مجلې په ټايټل کې خپور شوى و.

مېرمن شربت ګله د ننګرهار ولايت د پچيراګام ولسوالۍ د تورې بوړې سيمې اوسېدونکې ده، هغه څو کاله مخکې بېرته هېواد ته راستنه شوې وه، خو دا نه ده معلومه چې اوس بيا ولې په پېښور کې اوسېده.

شربت ګله تر ۲۰۰۲ زېږدېز کال پورې د «افغانې نجلۍ» په نامه يادېده چې په همدغه کال يې خپل نوم يانې شربت ګله په ډاګه شو.

دغه عکس په داسې حال کې اخيستل شوی چې شربت ګلې سور سالو پر سر کړی او اوبو ته ورته شنې سترګې يې کمرې ته مخامخ نيولې دي چې په ۱۹۸۰ يمه لسيزه کې د افغان جګړې او په ټوله نړۍ کې د کډوالو د حالت انځورګري کوي.

دغه عکس، هغه مهال د نېشنل جيوګرافيک مجلې په تاريخ کې، تر ټولو غوره عکس ګڼل شوی و.

شربت ګلې د پخواني شوروي اتحاد له لوري په بمباريو کې مور او پلار له لاسه ورکړي او په ۱۹۸۴ کال کې د خپل ورور، درېیو خويندو او نيا سره د پېښور ناصر باغ د کډوالو کمپ ته کډوال شوي وو.

حامدکرزي شربت ګله د افغانستان د ښايست، هڅو او درد سمبول وګڼله وې ويل چې دا څېره له شاوخوا دېرشو کلنو راهيسې په نړيواله کچه د افغانانو استازيتوب کوي.

پخواني ولسمشر په پاکستان کې د افغانستان د سفير حضرت عمر زاخېلوال هغه هڅې چې د شربت ګلې د خلاصون لپاره يې کړي وستايل.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړى استازى ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال وايي چې افغان مېرمن شربته ګله به ډېر ژر د پاکستان له بنده خوشې او هېواد ته واستول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.