ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امنيتي ځواکونو په عملیاتو کې د داعش په ګډون ۱۸ وسله وال وژل شوي

د امنيتي ځواکونو په عملیاتو کې د داعش په ګډون ۱۸ وسله وال وژل شوي

author avatar
28 Oct 2016 - 11:15
د امنيتي ځواکونو په عملیاتو کې د داعش په ګډون ۱۸ وسله وال وژل شوي
author avatar
28 Oct 2016 - 11:15

کابل (پژواک، ۷ تله ۹۵): د ملي دفاع وزارت وايي چې د امنیتي ځواکونو د ځینو عملیاتو پر مهال د نهه داعشيانو او د یوه طالب قوماندان په ګډون ۱۸ وسله وال مخالفين وژل شوي او يو بل ټپي دی.

د ياد وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو مخالفینو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د تعرضي عملياتو پر مهال اوښتې ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه عمليات په ننګرهار، پکتيا، پکتيکا، کندهار، اروزګان، زابل، بادغيس،  فراه، هرات، فارياب، بغلان ، کندوز او هلمند ولايتونو کې ترسره شوي.

سرچينه ليکي چې د ننګرهار د پچيراګام په ولسوالۍ کې د داعش ۹ وسله وال وژل شوي، د مهماتو او طبی درملو يوه زېرمه يې هم له منځه وړل شوې ده.

د سرچينې په وينا چې په دغو عملياتو کې د ملي اردو يو سرتېری هم وژل شوی او له وسله والو مخالفينو څخه په يادو ولايتونو کې بېلابېل ډول وسلې، مهمات، مخابرې، نقليه وسایط او نور تجهيزات ترلاسه شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.