ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میرمن شربت ګله ۱۴ ورځو لپاره زندان ته ولیږل شوه

میرمن شربت ګله ۱۴ ورځو لپاره زندان ته ولیږل شوه

author avatar
28 Oct 2016 - 21:49
میرمن شربت ګله ۱۴ ورځو لپاره زندان ته ولیږل شوه
author avatar
28 Oct 2016 - 21:49

کابل (پژواک، ۷ لړم ۹۵): د شنو سترګو لرلو له امله په نړیواله توګه مشهوره افغان میرمنه شربت ګله، چې د جعلي اسنادو تذکرې جوړولو په تور د پاکستانیو پولیسو لخوا نیول شوې، د یوې محکمې لخوا ۱۴ ورځو لپاره زندان ته لیږل شوې ده.

افغان کډواله میرمنه شربت ګله څو ورځې مخکې د پيښور پولیسو لخوا د پاکستان د جعلي تذکرې ( شناختي کارډ) جوړولو په تور نیول شوې ده.

پاکستانیو رسنیو د لړم په ۷مه، خبر ورکړی، چې میرمن شربت ګله نن د پيښور یوې سیمه ییزې محکمې ته وړاندې کړی شوې وه.

خو میرمن شربت ګله د قاضي پر وړاندې له خپل جرم څخه انکار کړې او پر ځان یې لګیدلي تورونه رد کړل.

یادې محکمې ددواړو لوریو وکیلانو ددلایلو تر اوریدلو وروسته میرمن شربت ګله د ۱۴ ورځو لپاره زندان ته ولیږله.

میرمن شربت ګله ، په ۱۹۸۴ زېږديز کال کې د پېښور په ناصرباغ مېشت غالي کې د  یوه امريکايي فوټو ژورنالېست سټيو مک له خوا يې عکس اخيستل شوى و او دا عکس بيا د امريکا په مشهورې نېشنل جيوګرافيک مجلې په ټايټل کې خپور شوى و

بلخوا په اسلام اباد کې دافغانستان سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال هیله څرګنده کړې، چې میرمن شربت ګله به ډیر ژر خوشې شي.

هغه په ټولنیزه شبکه فیسبوک کې لیکلی : ((په پيښور کې زموږ حقوقي ډله له اړوندو مسوولینو سره لیدلي، نن یې لومړۍ محکمه وه، دراتلونکې سه شنبې په  ورځ یې دویمه محکمه ده او موږ هیله لرو، چې تر دویمې محکمې وروسته شربت ګله خوشې شي.))

زاخیلوال ویلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز سره یې په دې اړه ټیلیفوني اړیکې نیولې او یو لیک یې هم ورته استولی دی.

هغه زیاته کړې، چې د میرمن شربت ګلې نیول کیدل ټول افغانان خپه کړي دي او د هغوي احساسات یې مجروح کړي دي.

زاخیلوال ویلي، چې میرمن شربت ګله جعلي اسناد نه دي جوړ کړي، بلکې د پاکستان د احصایې مرکزي ادارې تر ۵۰۰ زرو زیاتو افغانانو ته دا کارتونه جوړ کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.