جلال اباد (پژواک، ۷ لړم ۹۵): د ننګرهار چارواکي وايي، په شېرزادو ولسوالۍ کې يې د طالبانو د يو مهم قوماندان پر کور هوايي بريد کړی؛ خو د سيمې خلک وايي چې ياد بريد د يو ملک پر کور شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي نن پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د شېرزادو ولسوالۍ په مرکي خېلو سيمه کې د وسله والو طالبانو د يو مهم قوماندان مولوي محمدعالم پر کور هوايي بريد شوی چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، د يو سرګروپ په ګډون اته کسان وژل شوي؛ خو خپله ياد قوماندان له بريده روغ وتلی دی.
خوږياڼي د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په اړه وويل: "په بريد کې ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې په اړه يې پلټنې روانې دي."
خو د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اجمل عمر پژواک ته وويل چې بريد د طالبانو د قوماندان نه، بلکې د سيمې د يوه قومي مشر ملک فاروق پر کور شوی دی.
هغه وايي، په بريد کې د دوو ښځو او يو ماشوم په ګډون څلور کسان وژل شوي او د ملک فاروق په ګډون شاوخوا ۲۰ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي هم د نوم او غږ نه خپراوي په شرط پژواک ته وويل چې بريد د يوه ملک پر کور شوی او د پېښې ټول قربانيان ملکي کسان دي.
د ننګرهار د حوزوي روغتون سرطبيب ډاکټر احسان الله شينواري پژواک ته وويل چې د شېرزادو له پېښې ورته د مېرمنو او ماشومانو په ګډون نهه ټپيان ور وړل شوي دي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د شېرزادو د ولسوال عيسی خان ځواک نظر هم واخلي؛ خو هغه له پېښې بې خبري وښوده.
د وسله والو طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد رسنيو ته ويلي چې تېره شپه د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ د مرکي خېلو په سیمه کې د افغان او امریکايي ځواکونو په هوايي بريد کې یوه ښځه او یو بل ملکي وګړی وژل شوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
هغه ادعا کوي، کله چې افغان او امريکايي ځواکونو د سيمې د يو مشهور دیني عالم شیخ الحدیث محمدعالم په کور چاپه ووهله نو د دوی ملګرو پر افغان او امريکايي ځواکونو هم بريد وکړ چې په پايله کې يې ۶ امریکايي عسکر او یو شمېر افغان سرتېرې وژلي او ګڼ نور يې ټپيان کړي دي.
سرچنيه زياتوي چې د وسله والو طالبانو تر بريد وروسته پر ياد کور هوايي بريد شوی دی.
امريکايى ځواکونه تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن