ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې چاودنې شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

هلمند کې چاودنې شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
28 Oct 2016 - 20:59
هلمند کې چاودنې شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
28 Oct 2016 - 20:59

لښکرګاه (پژواک، ٧ لړم ۹۵): چارواکي وایی، چې په هلمند ولایت کې د ماین د یوې چاودنې له امله شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند ولایت مقام لخوا د لړم په ۶مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سړک غاړې یاده ماین چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د ناوې ولسوالۍ په «عینک» سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، د ملکي خلکو یو موټر سیمه کې د دولت وسلوالو مخالفینو پر ایښودل شوي ماین برابر شوی، چې چاودنې له امله یې یوه میرمن وژل شوي او پنځه نور ملکي کسان ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي،  په وژل شویو ولسي وګړو کې دوه تنه ماشومان هم شامل دي او ټپیان یې پر وخت د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي دي.

د ولایت مقام ویلي، چې دا ماین د وسله والو طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.