ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتر عبدالله د ملي یووالي او عدالت پر ټینګښت ټینګار وکړ

ډاکتر عبدالله د ملي یووالي او عدالت پر ټینګښت ټینګار وکړ

author avatar
28 Oct 2016 - 15:25
ډاکتر عبدالله د ملي یووالي او عدالت پر ټینګښت ټینګار وکړ
author avatar
28 Oct 2016 - 15:25

کابل (پژواک، ۷ لړم ۹۵): د هېواد رهبران بايد له تبعيض، نفاق، تفرقې او انحصار غوښتنې ځانونه لري وساتي، د ټولو افغانانو غوښتنو ته بايد پام وساتي او په هېواد کې د ملي يووالي او عدالت د ټينګښت لپاره کار وکړي.

دغه څرګندونې د حکومت اجرائیه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د ملي وحدت ګوند مشر او په ولسي جرګه کې د کابل د استازي قربان علي عرفاني د مړينې په لومړي تلين کې په کابل کې وکړې.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی قربان علي عرفاني د تېر ۱۳۹۴ کال د تلې د مياشتې په ۳۰مه د ايران په قُم ښار کې په خپل کور کې د سرطان ناروغۍ له امله د ۷۱ کلونو په عمر ومړ.

عرفاني په ۱۳۲۳ کال کې د باميانو په يکاولنګ ولسوالۍ کې زېږېدلی و، د جهاد په دوران کې د حزب وحدت ګوند مرستيال، د ملي وحدت ګوند مشر، د قومونو په چارو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار او د مشرانو جرګې په ۱۵مه دوره کې د انتصابي غړي په توګه دندې ترسره کړې دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د جهاد او مقاومت پر مهال د قرباني علي عرفاني کړنې وستايلې او ويې ويل دا چې اوس افغانستان په نسبي ډول امنيت لري د ډېرو قربانيو محصول دی نو اړينه ده چې په هېواد کې د ملي يووالي ټينګښت او عدالت د تامين په برخه کې ټولو ته يو شان توجه وشي.

هغه زياتوي، هر څوک بايد د خپل مقام او ځايکي مطابق د مسووليت احساس وکړي او له خپل ځان سره د يووالي او عدالت د ټينګښت پيغام ولري تر څو خلک د قانون پر وړاندې د مساوي حقوقو د لرلو احساس وکړي.

اجرائيه مشر وويل: "هر کله چې د هېواد رهبران په چلند، کړنو او څرګندونو کې د تبعيض، نفاق، تفرقې او انحصار غوښتنې بوی شتون ولري نو د خلکو او رهبرانو تر منځ د پرمختګ اړيکې زيانمنوي؛ د يو پياوړي مدبر مشر تګلاره دا نه وي چې پرېږدي خلک ورنه واټن ونيسي او يا د خلکو غوښتنې وانه ورېدل شي."

هغه زياته کړه، هر څومره چې د افغانستان د خلکو دښمن پياوړی او د لوړو امکاناتو خاوند وي  بيا هم د افغانانو پر وړاندې "تورمخی" پاتې او برياليتوب ټول د افغانانو دی.

ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش هم په نننۍ ناسته کې د قربان علي عرفاني کړنې وستايلې او له هغه يې د يو مدبر مشر توګه يادونه وکړه.

هغه په دې ناسته کې وويل چې دوی د کابل- ميدان وردګو ولايت د لويې لارې د امنيت په ټينګښت کې د خلکو د مرستو غوښتونکي دي او بايد په دې برخه کې خلک خپل رول ولوبوي.

هغه په هېواد کې ټولو وسله والو مخالفو ډلو ته په خطاب وويل: ((پر دې پوه شئ چې جګړه د حل لار نه ده او د جګړې له لارې هېڅ هم نه شئ ترلاسه کولای.)

ده همدار راز زياته کړ: "ټول بايد پوه شو چې موږ له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان یو، که مو لږ غفلت هم وکړ نو هر څه به له لاسه ورکړو."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.