ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغيس کې د سورليو يو موټر يوې  ژورې کندې ته غورځېدلى

بادغيس کې د سورليو يو موټر يوې ژورې کندې ته غورځېدلى

author avatar
29 Oct 2016 - 11:17
بادغيس کې د سورليو يو موټر يوې  ژورې کندې ته غورځېدلى
author avatar
29 Oct 2016 - 11:17

قلعه نو (پژواک، ٨ لړم ٩٥):د بادغيس په سبزک کوتل کې يو لنډکروز موټر چې د سورليو شمېر يې نه دى معلوم  ژورو کندو ته غورځېدلى او  تر اوسه په دې پېښه کې د مړو شويو دوو تنو مړي موندل شوي دي.

د دې ولايت د مرکز اړوند له ياد کوتل څخه د قلعه نو- هرات لويه لاره تېرېږي او د کوتل يوې خوا ته ځنګل لرونکې دره پرته ده چې څوک په کې ژوند نه کوي او کېداى شي کوتل له درې څخه شاوخوا دوه زره متره لوړوالى ولري.

په ياد کوتل کې د لويو لارو پوليسو قوماندان محمدقاسم پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد شوى لنډکروزر موټر تېره ورځ مازيګر مهال چپه شوى او درې ته غورځېدلى دى.

هغه وايي چې دغه مسافر وړونکى موټر له بادغيس څخه هرات ته روان و او تر اوسه نه ده څرګنده چې په موټر کې څو کسان سپاره وو.

خو د ده په وينا، پر دې لاره  مسافروړونکي لنډکروز موټر معمولا ١٢ تنه لېږدوي.

محمدقاسم وايي، پوليسو تر اوسه په دې پېښه کې د مړو شويو دوو تنو مړي چې د بادغيس د بالامرغاب ولسوالۍ اوسېدونکي دي، موندلي دي.

د ده د څرګندونو له مخې، که څه هم په ياده دره کې د دولت د وسله والو مخالفينو ګواښ او د څېروونکو حيواناتو وېره هم شته، خو  دوى هڅه کوي چې که په پېښه کې نور کسان مړه شوي ، هغوى  به هم پيدا کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.