کابل (پژواک، ٩ لړم ٩٥): د پوهنې وزير وايي، له تېرو دوو کلونو راهيسې د پوهنې په برخه کې له هېوادوالو د ١،٢ ميلياردو افغانيو په ارزښت مرستې راټولې شوې دي.
نوموړي دغه څرګندونې، نن د پوهنې له نظام څخه د خلکو د ملاتړ راجلبولو په موخه جوړ شوي ورکشاپ کې وکړې.
د پوهنې له وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ورکشاپ کې ګډونوالو ته ښودل کېږي، چې څنګه د پوهنې له نظام څخه د خلکو ملاتړ او مرستې را جلب کړي.
د پوهنې وزیر ډاکټر اسدالله حنیف بلخي د ورکشاپ په پرانېستې وینا کې ويلي: «څنګه چې لیدل کېږي، د خلکو له ملاتړ پرته هېڅ چیرې دولتونه، په ځانګړي ډول په افغانستان کې نه شي کولای په یواځې سر ښوونیز خدمتونه ورسوي، نو موږ له همدې امله د هېواد د پوهنې نظام د ودې او پیاوړتیا په موخه د خپلو هېوادوالو شدیدو مالي او معنوي مرستو ته اړتیا لرو.»
ده زيات کړې، پوهنې وزارت له تېرو دوو کلونو راهیسې د ټولنیز خوځښت او شوراګانو ریاست د جوړېدو له لارې د افغانستان د شریفو خلکو ۱،۲ ميليارد افغانیو په ارزښت مرستې راټولې کړي، چې د ځمکو ورکړه، د ښوونځيو او درسي ټولګیو جوړېدل او ترمیم او د ښوونځيو او لابراتوارونو تجهیز او سمبالتیا په کې شامله ده.
نوموړي د خلکو له یادو مرستو مننه وکړه او هیله یې وښوده، چې د خپلو اولادونو د ښې راتلونکې په موخه د پوهنې له نظام سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ټولنیز خوځښت او شوراګانو ریاست تراوسه د بېلابېلو لاملونو له امله تړلي ۱۴۰ ښوونځي هم د زده کوونکو پرمخ پرانیستي، چې نږدې ۳۴زره زده کوونکو ته په کې د بیا زده کړو اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د دې زده کوونکو له ډلې څه باندې ۱۰زره او پنځه سوه یې نجونې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن