ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې  د محصلينو د تياتر درېيم  فيستيوال  پيل شو

په کابل کې د محصلينو د تياتر درېيم فيستيوال پيل شو

author avatar
30 Oct 2016 - 17:42
په کابل کې  د محصلينو د تياتر درېيم  فيستيوال  پيل شو
author avatar
30 Oct 2016 - 17:42

کابل (پژواک، ٩ لړم ٩٥): د محصلينو د تياتر درېيم څلور ورځنى فيستيوال، د تياتر په برخه کې د محصلينو د وړتياوو د لوړولو او تياتر ته د هغوى په تېره بيا ښځينه وو د هڅونې په موخه نن  په کابل کې پيل شو.

د دې فيستيوال په لومړۍ ورځ محصيلنو دوه نندارې لرلې او ټاکل شوې چې په دې فيستيوال کې محصيلين ټولې اته نندارې وړاندې کړي.

له دې نندارو څخه په يوه کې د دوو ورته وروڼو تمثيل کېده. له يادو دوو وروڼو څخه به يو تن يو کار کاوه، خو له دې امله چې څېرې يې ورته وې، سزا به يې بل ته ورکول کېده.

د دې نندارې پيغام دا و چې بايد په چارو کې بېړه ونه شي او د غوسې پر مهال پرېکړه ونه شي، تر څو هغوکسانو ته سزا ورنه کړل شي چې ګناه يې نه ده کړې.

د محصلينو د تياتر د درېيم فستيوال مشر او د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي استاد محمد عظيم حسين زاده د دې فيستيوال په پرانستغونډه کې وويل چې محصلينو د دې فيستيوال لپاره ٢٥ نندارې په پام کې نيولې وې، چې له دې ډلې اته غوره شوې دي.

هغه وايي چې دغه فيستيوال د تياتر په برخه کې د محصلينو د وړتياوو لوړولو په موخه جوړ شوى او بله موخه يې دا ده چې کورنۍ وهڅوي تر څو خپلو زامنو او لوڼو ته اجازه ورکړي چې تياتر ته مخه کړي.

د کابل پوهنتون رييس حميدالله فاروقي په دې ناسته کې وويل خوښ دى چې د دې فستيوال ټولې چارې محصلين پر مخ وړي.

د ده په وينا، د تياتر له لارې هغه څه خلکو ته وړاندې کېداى شي چې په خوله يې ويل ګران وي، خو په زړونو کې ځاى لري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستيال کمال سادات هم ناستې ته وينا وکړه او ويې ويل خوښ دى چې د لومړي ځل لپاره په نېغه د ځوانانو له خوا وړاندې شوې ننداره ګوري.

ده له ځوانانو وغوښتل چې د فلم په نړۍ کې ښې سوژې غوره او داسې فلمونه او نندارې جوړ کړي چې په هېواد کې د بهرنيو فلمونو ځاى ونيسي.

راحله عطايي چې نننۍ نندارې يې کتلې، وويل چې نندارې يې ډېرې خوښې شوې او خوښه ده چې د افغان ځوانانو اوچت استعدادونه ګوري.

دې له اړوندو ارګانونو او سوداګرو وغوښتل چې د تياتر د برخې افغان ځوانان وهڅوي او مالي ملاتړ يې وکړي تر څو د تياتر او سيمينا په برخه کې ښه توکي وړاندې کړي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.