کابل (پژواک ١٠ لړم ٩٥): يوه باوري سرچينه وايي، د عامې روغتيا وزارت کې د دې وزارت د ځينو مسوولينو ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته وسله واله نښته شوې ده.
د عامې روغتيا وزارت يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له ماښام وروسته د عامې روغتيا وزارت د نشه يي توکو د معتادينو د روغتوونو د درملنې رييس او د دې وزارت د نشه يي توکو د تقاضا د کمښت څانګې مشر فواد عثماني له خپلو لسګونو کسانو سره چې ځينې يې وسله وال هم وو، وزارت ته راغلى و.
دې سرچينې چې د پېښې شاهد هم و، زياته کړه چې نوموړي په وزارت کې د دې وزارت د مرستيال بازمحمد شېرزاد سره تر لفظي شخړو وروسته پر هغه ګوزار وکړ، چې تردې وروسته د وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز او د عثماني د ساتونکو ترمنځ ډزې تبادله شوې، چې له امله يې څو کسان ټپيان شول.
بايد وويل شي چې تردې وړاندې د عثماني او د عامې روغتيا د وزير ترمنځ د دفتري اختلافاتو له امله پر بېلابېلو موضوعاتو لفظي شخړې راغلې دي.
ياده سرچينه وايي، فواد عثماني د محصلينو په ګډون د معتادانو په بېلابېلو مرکزونو کې سلګونه کسان مقرر کړي او هم يې د وزارت په بوديجه ډېر سفرونه کړي دي، چې د همدې موضوعاتو له امله د ده او د وزير ترمنځ اختلافات راټوکولي دي.
له بلې خوا د ملي يووالي حکومت يوې سرچينې، پژواک ته وويل چې فواد عثماني دوه ورځې وړاندې د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله له خوا له دندې لرې کړاى شوى دى.
د وزير محمد اکبر خان سيمې چې ياد وزارت په کې موقعيت لري، يوه هټيوال چې نه يې غوښتل يې نوم يې خپور شي، پژواک ته وويل چې د وزير اکبرخان عمومي لاره د ماښام له ٧-٨ بجو پورې د ترافيکو پرمخ بنده وه او د ځينو امبولانسونو غږونه اورېدل کېدل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن