ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پچير اګام ولسوال : ٦١ ځوانان او سپين ږيري له داعش ډلې سره يرغمل دي

د پچير اګام ولسوال : ٦١ ځوانان او سپين ږيري له داعش ډلې سره يرغمل دي

author avatar
1 Nov 2016 - 13:13
د پچير اګام ولسوال : ٦١ ځوانان او سپين ږيري له داعش ډلې سره يرغمل دي
author avatar
1 Nov 2016 - 13:13

جلال اباد (پژواک، ۱۱ لړم ۹۵): د ننګرهار ولايت د پچيراګام ولسوال وايي چې په دې ولسوالۍ کې عمليات پڅ روان دي او اوس  هم ٦١ ځوانان او سپين ږيري له داعش ډلې سره يرغمل دي.

ولسوال ميربازخان انتظار دا څرګندونې د لړم په ۱۱مه له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وکړې.

هغه زياته کړه چې لا هم د دغې ولسوالۍ ۶۱  ځوانان او سپين ږيري له داعش ډلې سره دي او خپلو مرکزونو ته يې بيولي دي.

دی وايي، دغه کسان د جګړې په هماغه لومړۍ ورځ داعش وسله والو بيولي وو، چې اوس  هم  د دوى په ولکه کې دي.

دا په داسى حال کې ده چې پرون د ننګرهار ولايت مقام ويلي وو چې ١٩ ملکي وګړي دداعش ډلې له منګولو څخه  را خلاص شوي دي.

د پچيراګام ولسوال وايي چې له داعش سره د جګړې پرمهال د دغې ولسوالۍ د کوز پچير ټوله سيمه تصفيه شوې، د پاس پچير کنډه خېل، غونډه خېل او غونډي خېل سيمې پاکې شوي او جګړه اوس په توکل خېلو سيمه کې روانه ده.

ميرباز خان زياته کړه: ((پرون چې کوم ۱۹ ملکي وګړي راخوشې شول، هغه داعش نه و بيولي، بلکې په توکل خېلو کې په جګړه کې بند پاتې و، پرون چې زموږ ځواکونه هلته ورسېدل؛ نو بيا مو دا کسان را خوشې کړل.))

د پچيراګام ولسوال د جګړې په سيمه کې د ملکي خلکو د پرتو جسدونو په اړه وويل چې ځينې جسدونه  لا هم په هارون بابا سيمه کې چې د داعش په لاس کې ده، پراته دي.

بلخوا د دغې ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو يوه قوماندان عزت خان پژواک ته وويل چې لا هم دولتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې نه دي او هغه سيمې چې له دوی سره وې، په هماغو ځايونو کې يې قرارګاوې جوړې کړې دي.

نوموړي وويل  چې تر اوسه دولتي ځواکونو يواځې يو کلی نيولی او نور يې په دا ۱۱ ورځو کې هېڅ پرمختګ نه دی کړی.

د دغې ولسوالۍ يو قومي مشر محمد مير هم پژواک سره په خبرو کې د دولتي ځواکونو له عملياتو نا خوښی و او ټينګار يې وکړ  چې بايد عمليات چټک شي.

دی وايي، تر هغه وخته چې کومانډو ځواکونه سيمې ته رانه شي، تر هغه عمليات پايله نه ورکوي او بايد چې کومانډو ځواکونه عملياتو ته راشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.