جلال اباد (پژواک، ١٢ لړم ٩٥): د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د داعش له منګولو راخوشې شوې ۱۹ کسيزه کورنۍ وايي، څو شپې يې په نهاره تېرې کړې دي او اوبه هم په ډېرې سختۍ ورته رسېدې.
دغه کورنۍ چې لس ورځې او شپې يې له داعش سره تېرې کړې، وايي چې له سختو ستونزو سره مخامخ دي او د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي.
ياده ۱۹ کسيزه کورنۍ چې ښځې، ماشومان، ځوانان او يو سپين ږيری په کې شامل دي، اوس د بهسودو ولسوالۍ اړوند د لسمې ويالې په سيمه کې د خپلوانو کره اوسېږي.
دوی وايي، پرته د ځان له جامو يې نور هېڅ هم له ځان سره نه دي راوړي او اوس يې وضعيت ډېر خراب دی.
د دې کورنۍ درې تنه يوه زړه ښځه، يو ځوان هلک او يو کوچنی لا هم نادرکه دي؛ خو ډېر ګومان کېږي چې هغوی به وژل شوي وي.
سپين سرې خاتونه وايي، هلته يې لس ورځې داسې وې لکه د قيامت ورځې، د هوا له لارې د حکومتي بمباريو وېره ورسره وه او د ځمکې له لارې د داعش د درنو او سپکو وسلو وېره درلوده.
هغې پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ټولې شپې او ورځې يې په نهاره تېرې کړې دي او يواځې ماشومانو ته يې په کور کې د څارويو لپاره وچه کړې ډوډۍ ميده کوله او ورکوله.
د دې کورنۍ يوه بله مېرمن بصري ګل وايي، په کور کې بند پاتې وو او يواځې يې د دروازو په سوريو کې د داعش وسله والو سپين بوټان ليدل او په هوا کې تودې مرمۍ.
دې زياته کړه: ((بس الله ساتلي يو، د توپونو ډزې حکومت کولې، بې پيلوټه به هم بمبار وکړ او د داعش د ډزو غږونه خو نه د شپې غلي شوي او نه هم د ورځې.))
۱۲ کلن نور عالم هم په جګړه کې بند پاتې و چې پلار يې وژل شوی؛ خو ده يې لا مړی هم نه دی ليدلی.
هغه له پژواک اژانس سره په خبرو کې، چې ډېر وېرېدلی او له وېرې سره يې لوږه هم ليدلې او وايي چې هېڅ يې نه شي هېرولی، زياته کړه: ((په سترګو مې هېڅ نه دي ليدلي؛ خو دومره خبرېدو چې مړي کېدل او موږ په نهاره وو، چې بالاخره لس ورځې وروسته راوتښتېدو.))
ماڼوګل چې د دې کورنۍ اوسنی سرپرست دی، وايي چې هلته يې هم لس ورځې په سختو ستونزو کې تېرې کړې دي؛ خو اوس هم حکومت هېڅ مرسته نه ده کړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن