ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوه نابينا ځوان هيلې او برياوې

د يوه نابينا ځوان هيلې او برياوې

author avatar
3 Nov 2016 - 12:39
د يوه نابينا ځوان هيلې او برياوې
author avatar
3 Nov 2016 - 12:39

کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٥): يو نابينا ځوان چې کلونه يې بينا زده کوونکو ته تدريس کړى، اوسمهال د ماسټرۍ زده کړې کوي او وايي چې غواړي د هڅو او کوښښ له لارې په هېواد کې يو ستر مديريتي پوسټ ته ورسېږي.

شپږ ويشت کلن همايون حکيمي چې د مزارشريف اصلي اوسېدونکى دى، اوسمهال د دنيا شخصي پوهنتون د لومړي ټولګي محصل دى.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په اته کلنۍ کې د چمتووالي له شپږ مياشتنۍ دورې تېرولو وروسته د ښوونځي لومړي ټولګي ته داخل شو او له دويم ټولګي لوستلو وروسته يې د لياقت ازموينه ورکړه او څلورم ټولګي ته داخل شو، له دې وروسته يې خپل ټول درسونه د بريل خط (د نابينايانو ځانګړى خط) په مرسته لوستي دي.

همايون حکيمي زياته کړه چې له څلورم تولګي تر دولسم ټولګي پورې د ښوونځي عمومي اول نومره و او په همدې امتياز د مزارشريف له دقيقي بلخي له ښوونځي فارغ شوى دى.

دغه نابينا ځوان وايي: ((له ښوونځي وروسته هېڅوک هم زما د زده کړو له دوام سره جوړ نه و، ويل يې چې يو نابينا نه شي کولى چې کوم ځاى ته ورسېمئ، خو ما خپله موخه پرېنښوده، په ستونزو مو د مولانا خصوصي پوهنتون ته لار ومونده او ليسانس دوره مې په برياليتوب سره تېره کړه.))

همايون زياته کړه: ((ډېره لېوالتيا مې درلوده چې خپل تحصيل ته دوام ورکړم، تر دې چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت په مرسته دنيا خصوصي پوهنتون ته ور وپېژندل شول او اوسمهال په دغه پوهنتون کې په وړيا ډول د ماسټرۍ دورې درس وايم، خو د خپل څښاک او پوښاک لګښت بايد چمتو کړم.))

همايون چې د يوې نهه کسيزې کورنۍ درېيم اولاد دى، وايي چې تر يوه کوچنۍ خور يې هم نابينا ده.

هغه وويل چې پلار يې ټکسي لري، د کورنۍ او دده د تحصيل لګښتونه پوره کوي.

د ښوونکو او د هم دوره ملګرو له لوري ستاينه

د دنيا پوهنتون مشر احمدشاه سنګدل وويل چې په دغه پوهنتون کې ١١ نا بينا محصلين تحصيل کوي چې په ليسانس او فوق ليسانس دور کې زده کړې کوي.

هغه وويل چې همايون حکيمي يو فعال او روڼ اندى ځوان دى چې ځانګړى استعداد لري، خپل درسونه هميشه په ښه ډول مخته وړي.

سنګدل زياته کړه: ((کومه وړتيا چې د دغه نابينا محصل په وجود کې ده، زموږ په ګڼو بينا محصلينو کې نشته؛ ځکه کله چې تازه دغه پوهنتون ته راغى، په ډاګه يې راته وويل، يو شمېر هغو کسانو چې سترګې نه لري، دا وطن يې جوړ نه کړ، خو زه غواړم چې په خپلو نابينا سترګو سره دغه کشور اباد او سوکاله کړم.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.