ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې تاريخ درمل وسوځول شول

خوست کې تاريخ درمل وسوځول شول

author avatar
4 Nov 2016 - 14:50
خوست کې تاريخ درمل وسوځول شول
author avatar
4 Nov 2016 - 14:50

خوست ښار(پژواک،١٤لړم٩٥): د خوست د عامې روغتيا رياست له لوري راټول شوي څلور ټنه بې کيفيته او تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي په عام محضر کې وسوځول شول.

د خوست والي حکم خان حبيبي د يادو درملو او خوراکي توکو د سوځولو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا د تېرو دوو مياشتو په موده کې د خوست ښار له هټيو راټول شوي وو.

نوموړي وويل، چې دوی به په دغه برخه کې خپله مبارزه دوامداره وساتي او د عامې روغتيا له مسوولينو يې هم وغوښتل، چې په ښار کې د بې کيفيته او په تاريخ تيرو درملو او خوراکي توکو د پلور او پېر مخه ونيسي.

والي حبيبي زياته کړه: ((له بده مرغه زموږ زياتره کلينيکونه په معيارونو برابر نه دي او اکثره ډاکټران ښايي د قانون مطابق د کار اجازه ونه لري، خو په ښار کې جدي نظارت ته اړتيا ده، څو ټول په تاريخ تېر او بې کيفيته درمل او خوراکي توکي راټول شي)).

حبيبي وويل، دوی پلان لري، ټول هغه خصوصي روغتيايي مرکزونه چې د کار قانوني جواز نه لري، په تدريجي دول سره وتړي، خو په دې برخه کې د ولسونو ستونزې هم بايد په نظر کې ونيول شي.

هغه زياته کړه: ((که چېرې موږ په يو وار په ښار کې ټول غيرقانوني درملتونونه او کلينيکونه وتړو، نو ولسونه به له ستونزو سره مخ شي، خو موږ غواړو، چې دا کار د يو پلان له مخې ترسره شي.))

د خوست د عامې روغتيا سرپرست ډاکټر ګل محمدالدين محمدي منګل بيا پژواک ته وويل، چې دا لړۍ به ولسواليو ته هم وغځوي او ټول بې کيفيته او تاريخ درمل او خوراکي توکي به راټول او له منځه به يوسي.

نوموړی وايي: ((موږ څو وارې مخکې هم له اسمعيلو او مندوزيو او تريزو ولسواليو څخه په وخت تېر او بې کيفيته درمل او خوراکي توکي راټول کړي او همالته مو له منځه وړي.))

ددې ولايت يو تن اوسېدونکي الياس يواځې د درملو او خوراکي توکو راټولو کافي نه بولي، بلکې وايي، چې که دولت يې په رښتيني ډول د خرڅلاو مخنيوی غواړي، هټيوالو ته دې جريمه يا قانوني سزا ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.