ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګرديز ښار د پاکولو عمومي حشر وشو

د ګرديز ښار د پاکولو عمومي حشر وشو

author avatar
4 Nov 2016 - 14:45
د ګرديز ښار د پاکولو عمومي حشر وشو
author avatar
4 Nov 2016 - 14:45

ګرديز(پژواک،١٤لړم٩٥): د پکتيا ولايت د مرکز ګردېز ښار د پاکوالي عمومي حشر تر سره شو.

دښار د پاکوالي دغه پرګرام  د ودان  افغانستان د ولايتي کمېټې په نوښت جوړ شوی و، چې تر څنګ ېې د ګردېز ښاروالۍ او ځينې نورو مدني ټولنو هم پکې برخه اخيستې وه.

دغه حشر د ګردېز ښار له مرکزې څلور لارې څخه پيل او د ښار بېلابېل واټونه يې له کثافاتو څخه پاک کړای شول.

د ودان افغانستان ګوند يو تن غړی سيدالرحمن نيازی وايي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((  مونږ دغه پرګرام په دې موخه په لار اچولی و، چې خلکو ته وښايو چې دښار پاکوالی يوازې په ښاروالي پور اړه نه لري بلکې مونږ ټول په دې مکلف يو چې خپل ښار په خپله پاک کړو.))

دی وايي نور بايد دنورو مرستندويه ادارو مرستو ته لاس تر زنې پاتې نه شي او له خپله شته امکاناتو څخه پوره ګټه پورته کړي.

نيازی وايي چې  د بيا لپاره  به  هم د ښار د پاکوالي لپاره دغه  ډول پرګرامونه  تر سره کوو او له نورو مدني ټولنو او خلکو څخه مو هم دا هيله ده، چې  دښار پاکوالي ته پاملرنه  وکړي او په خپله ېې پاک کړي.

دګردېز ښاروالۍ چارواکي د مدني ټولنو او ځوانانو څخه مننه کوي ،چې دښار د پاکوالي په برخه کې ورسره مرسته کوي.

د يادې ادارې مطبوعاتي مسول شکور کامران وايي پژواک ته وويل: ((  مونږ له  ټولو هغو کسانو څخه مننه کوو، چې دښار په پاکوالي کې له مونږ سره دا ډول مرسته کوي او دا زمونږ لپاره لویه اسانتيا ده.))

نوموړی  وايي هيله وښوده چې په  راتلونکې کې هم ښاريان، دکانداران، مدني ټولنې او نور دښار په پاکوالي کې برخه واخلي او دې  ډول کړنو ته دوام  ورکړي.

ديادولو ده چې له دې وړاندې هم د بيلابيلو مدني بنسټونو له خوا د ګردېز ښار دپاکوالي حشرونه تر سره شوي وو.

ګرديز(پژواک،١٤لړم٩٥): د پکتيا ولايت د مرکز ګردېز ښار د پاکوالي عمومي حشر تر سره شو.

دښار د پاکوالي دغه پرګرام  د ودان  افغانستان د ولايتي کمېټې په نوښت جوړ شوی و، چې تر څنګ ېې د ګردېز ښاروالۍ او ځينې نورو مدني ټولنو هم پکې برخه اخيستې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.