کابل(پژواک ۱۶ لړم ۹۵): د کابل د شکردرې ولسوالۍ په قلعه مراد بيک سيمه کې له مازدا موټر سره د سراچه ډوله موټر د ټکر له امله پنځه تنه مړه او دوه نور ټپيان شول.
دغه څرګندونې د کابل د ترافيکو رياست د حادثاتو څانګې پژواک خبري اژانس ته وکړې.
سرچينه زياتوي چې سراچه موټر له شمالي لوري د کابل ښار او مازدا له کابل څخه شمالي لوري ته روان و چې په ياده سيمه کې يې ټکر وکړ.
د کابل د ترافيکو رياست د حادثاتو څانګې، په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن