ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د بې پولې ډاکترانو ټولنه دوه زېږنتونونه جوړوي

خوست کې د بې پولې ډاکترانو ټولنه دوه زېږنتونونه جوړوي

author avatar
8 Nov 2016 - 16:40
خوست کې د بې پولې ډاکترانو ټولنه دوه زېږنتونونه جوړوي
author avatar
8 Nov 2016 - 16:40

خوست ښار (پژواک، ١٨ لړم ٩٥): د خوست په دوو بېلابېلو لرو پرتو سيمو کې د مور او ماشوم د مړينې د کچې راټيټولو په موخه د بې پولې ډاکټرانو ټولنې له لوري دوه زېږنتونونه جوړېږي.

چارواکي وايي چې د يادو زېږنتونونو له جملې څخه يو يې د خوست مرکز اړوند د لکڼو په سيمه او بل هغه يې د يعقوبيو او صبريو ولسوالۍ د خلبېسات په سيمه کې کې جوړېږي.

د خوست والي حکم خان حبيي وايي چې د دغو زېږنتونونو په جوړېدو سره به تر ډېره بريده په يادو سيمو کې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې کچه کې ټيټوالی راشي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دواړو زېږنتونونو ۱۵۰ زره امريکايي ډالر لګښت راځي چې په راتلونکو دريو مياشتو کې به يې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

ده زياته کړه: ((دواړه زېږنتونونه په اساسي ډول جوړېږي او د نرسانو او ډاکټرانو تر څنګ به اړين ملحقات ولري. زه هيله من يم چې دې سره به د مور او ماشوم په تداوي کې شته ستونزې حل شي.))

حبيبي دغه راز وويل چې اوس هم د خوست د لرو پرتو سيمو زياتره اوسېدونکي روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري، خو زياتوي چې په دې برخه کې يې جدي هڅې پيل کړې دي.

حبيبي زياته کړه: ((د عامې روغتيا سکتور ته پاملرنه زموږ په لومړيتوبونو کې ده او انشاالله ډېر ژر به موږ د صبريو د خلبيسات په سيمه کې د يو ۳۰ بستريز روغتون د بنسټ ډبره هم کېږدو)).

په خوست کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې مشر پيټر پژواک اژانس ته وويل، دوی غواړي چې په راتلونکې کې خپل روغتيايي خدمات د خوست نورو ولسواليو ته هم وغځوي.

هغه زياته کړه: ((د دې لپآره چې د مور او ماشوم مړينه کې کموالۍ راشي، موږ غواړو، چې روغتيايي خدمات لرې پرتو سيمو لکه ګربز، تڼي، سپېره، ځاځي ميدان او نورو سيمو ته هم وغځوو)).

د لکڼو سيمې يو اوسېدونکي احمدشاه له پژواک اژانس سره په خبرو کې د بې پولې ډاکټرانو له لوري د زيږنتونون پر جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل، چې په دې سره به يې ډېرې ستونزې هواې شي.

هغه زياته کړه: ((زموږ د سيمې ډېرو مېرمنو خوست ښار ته پرلاره خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا چې اوس يې په سيمه کې زېږنتون جوړېږي، د زېږون پرمهال به د مور او ماشوم ډېرې ستونزې هوارې شي)).

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې په ۲۰۱۲ ميلادي کال په خوست ولايتکې فعاليت پيل کړ، چې دا مهال د خوست په مرکز لوی زيږنتون لري او په شپه او ورځ کې سلګونه ولادتونه په کې کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.