ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني شربت ګلې ته د یو اپارتمان کیلي ورکړه

ولسمشر غني شربت ګلې ته د یو اپارتمان کیلي ورکړه

author avatar
9 Nov 2016 - 18:05
ولسمشر غني شربت ګلې ته د یو اپارتمان کیلي ورکړه
author avatar
9 Nov 2016 - 18:05

کابل (پژواک، ١٩ لړم ٩٥): ولسمشر محمداشرف غني مېرمن شربت ګلې ته د يوه اپارتمان د کيلي ورکولو پر مهال له هغې سره ژمنه وکړه چې د کورنۍ روغتيا او تعليم ته به يې پوره پاملرنه کوي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر او د هېواد لومړۍ مېرمن افغانستان ته د شربت ګلې له راستنېدو وروسته، نن مازدیګر په ارګ کې له ‌هغې او کورنۍ سره یې د کتنې پر مهال نوموړې ته د یوه اپارتمان کیلي ورکړه.

سرچينه کاږي، محمد اشرف غني شربت ګله د افغانستان د درد، مظلومیت او هیلو انځور وبلله، وې ویل، شربت ګلې د کډوالۍ او جګړو په کلونو کې زموږ د جګړه ځپلي هېواد او کډوالو انځور نړۍ ته ښکاره کړ.

هغه زیاته کړه، دا وخت زموږ وجود نیمګړی دی؛ ځکه زموږ زیات هېوادوال کډوال دي، دولت هڅه کوي او کلکه اراده لري چې د کډوالو په راستنولو دغه نیمګړی وجود بشپړ کړي.

د خبرپاڼې په حواله، د شربت ګلې په استازیتوب د هغې د کورنۍ یوه غړي له ولسمشر او هېوادوالو څخه له دې امله مننه وکړه چې د هغې  کلک ملاتړ یې وکړ.

هغه زیاته کړې: "د شربت ګلې ژوند د افغانستان د غمونو او دردونو استازیتوب کوي، هغه هیله لري چې افغانستان کې سوله راشي او ټول کډوال د ده په څېر بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او خپل وطن کې ژوند پيل کړي."

نوموړي له ولسمشر څخه وغوښتل چې د شربت ګلې د بچیانو د تعلیم په برخه کې ورسره مرسته وکړي او د دې په نوم یو بنسټ جوړ کړي.

هغه وویل، هغه پیسې چې دغه بنسټ ته د مرستې په توګه راځي، هغه باید په ښوونه او روزنه په ځانګړي ډول د ښځو پر تعلیم ولګول شي.

په پای کې ولسمشر شربت ګلې ته ډاډ ورکړ، وې ویل: "ستا او ستا د بچیانو ژوند، روغتیا او تعلیم ته به پوره پاملرنه کېږي او په دې اړه مې اړوندو ارګانونو ته ویلي دي چې له تا سره هر راز مرسته وکړي."

له بلې خوا د ازادي راډیو خبریالې زرغونې منګل د بشري خواخوږۍ له مخې له شربت ګلې سره ۲۵۰زره افغانۍ مرسته وکړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.