ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار طب پوهنځي کې کتابتون او د غونډو تالار جوړ شول

د ننګرهار طب پوهنځي کې کتابتون او د غونډو تالار جوړ شول

author avatar
10 Nov 2016 - 18:21
د ننګرهار طب پوهنځي کې کتابتون او د غونډو تالار جوړ شول
author avatar
10 Nov 2016 - 18:21

جلال اباد (پژواک، ٢٠ لړم ٩٥): د ننګرهار پوهنتون د يوه پخواني استاد له خوا د ١٨٠ زره ډالرو په لګښت يو کتابتون او د غونډو تالار جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لړم په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادې پروژې په طب پوهنځي کې  تر سره  شوې دې.

هغه زياته کړه، پر دې پروژو ١٨٠ زره امريکايي ډالره لګښت راغلى چې د ننګرهار پوهنتون د پخواني  استاد پوهاند شريف الله خان له شخصي بوديجې څخه ورکړل شوى دى.

د نوموړي په وينا، دغه تالار او کتابتون د طب پوهنځي په ساحه کې په دوه پوړونو کې د نږدې يو کال په موده کې په شپږ سوه متره مربع ځمکه کې جوړ شوي دي.

خوږىاڼى وايي چې ددې پروژو دپرانېستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزيرې، سلاکار وزير او ننګرهار والي ګلاب منګل ،د کابل او ننګرهار پوهنتونونو رييسانو، د ملي او ولايتي شورا غړو او ګڼ شمېر نورو کسانو برخه اخيستې وه.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د پوهنتون له پخواني استاد پوهاند شريف الله خان څخه مننه وکړه، چې د خپل شخصي لګښت څخه يې په طب پوهنځي کې د غونډو يو تالار او کتابتون جوړ کړ .

هغه د دغه ولايت پر سوداګرو هم غږ وکړ چې د عامه او مهمو ځايونو په جوړولو کې له ولايتي ادارې سره مرسته وکړي .

د ننګرهار پوهنتون رييس پوهندوی ببرک مياخېل او د طب پوهنځي رييس پوهنيار ډاکټر يحيى فهيم هم له پوهاند شريف الله خان څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې په دې پوهنځي کې د شته ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزيرې فريدې مومند په ننګرهار کې د پوهنتون او په ځانګړي ډول د طب پوهنځي د ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د طب پوهنځي پخواني استاد پوهاند شريف الله خان وويل  چې له خپلې خاورې په ځانګړي ډول له پوهنتون سره يې د ډېرې علاقې له مخې په خپل شخصي لګښت ياد تالار او کتابتون جوړ کړى دى.

هغه ډاډ ورکړ چې په دغه برخه کې به لا هم کوټلي ګامونه واخلي،خو د پوهنتون چاپيريال د لا ښکلا په موخه يې د چارواکو او مسوولينو د لا زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه .

د لوړو زده کړو وزارت، د ننګرهار ولايت مقام او ننګرهار پوهنتون له لوري د پوهنتون پخواني استاد پوهاند شريف الله خان ته ستاينليکونه ورکړل شول .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.