ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د وزيرانو سلب صلاحيت به حکومت ته نورې ستونزې وزېږوي”

“د وزيرانو سلب صلاحيت به حکومت ته نورې ستونزې وزېږوي”

author avatar
14 Nov 2016 - 17:02
“د وزيرانو سلب صلاحيت به حکومت ته نورې ستونزې وزېږوي”
author avatar
14 Nov 2016 - 17:02

کابل (پژواک، ٢٤ لړم ٩٥): د سياسي چارو ځیني شنونکي وايي چې د ولسي جرګې له خوا د کابينې د يو شمېر وزيرانو سلب صلاحيت به حکومت ته نورې ستونزې وزېږوي او د دوى له دغه کار سره د حکومت باور هم زيانمن شوى دى.

ولسي جرګې د روان لمريز کال د لړم په ١٢مه نېټه د ١٣٩٤ کال د بوديجې قطعې حساب رد کړ او پرېکړه يې وکړه، څو د ادارو هغه چارواکي چې تېر کال يې له اويا سلنې کمه بوديجه لګولې، استيضاح کړي او هغه چارواکي چې د بوديجې په لګولو کې يې درغلي کړې، څارنوالۍ ته ور وپېژني.

د ولسي جرګې د رييسانو کمېټې د معلوماتو له مخې، ١٧ وزارتونو له اويا سلنې کمه بوديجه لګولې ده.

ولسي جرګې په تېرو درېيو ورځو کې ٩ وزيران استيضاح کړي چې په ترڅ کې يې ٦ وزيران سلب صلاحيت او درې نور وزيران د باور رايې په ترلاسه کولو بريالي شوي دي.

دا چې ولسي جرګې ته د وزيرانو له خوا وړاندې شوي وضاحتونه او سپيناوي څومره سم وو او د وزيرانو سلب صلاحيت کول د حکومت او ولسي جرګې تر منځ کومې ناندرۍ رامنځته کوي، په دې اړه د سياسي چارو شنونکي بېلابېل ډول نظرونه لري.

سياسي شنونکی کبير رنجبر وايي، مهمه دا ده، وزيران دې هغه بوديجه چې دوی ته ورکړل شوې پر خپل وخت په ښه ډول وکاروي، تر څو په هېواد کې د فقر او وزګارتیا مخه ونيول شي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: "په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو په موخه د بوديجې لګول ډېر اړين دي."

خو رنجبر د وزيرانو د دلايلو په اړه چې ګويا اختياري بوديجه په واک کې نه لري، نا امنۍ او بيروکراسي يې په ګوته کړې، وويل، د ولسي جرګې غړي بايد د وزيران وړاندي شوي دلايل په ښه ډول وڅېړي چې دغه دلايل تر کومې کچې برحقه دي.

هغه په دې اړه چې د وزيران سلب صلاحيت کول به کومې ستونزې رامنځته کړي؟ وويل: "وکيلان استدلال کوي دا چې بېکاره کابينه ولرو ښه به دا وي چې هېڅ وزير ونه لرو، زه وايم چې وکيلان بايد په ډېر دقت سره خپلې چارې پر مخ بوځي او د حکومت مشران هم بايد له ځان سره د کدرونو يو فهرست ولري، څنګه چې وزير رد صلاحيت کېږي بايد ژر تر ژره بل وړ وزير ولسي جرګې ته د باور رايې د ترلاسه کولو لپاره ور ولېږي."

د رنجبر په اند، د ولسي جرګې غړي او حکومتي چارواکي بايد سل په سله د هېواد نافذه قوانين په ځانګړي ډول اساسي قانون پلي کړي او خپلې ټولې چارې د يادو قوانينو په رڼا کې پر مخ بوځي.

هغه وايي: "که چېرې اساسي قانون په سم ډول پلی شي،‌ نو هېڅ مشکل نه رامنځته کېږي که چېرې کوم وزير د قانون خلاف رد صلاحيت شوی وي، کولای شي سترې محکمې ته مراجعه وکړي او خپل دلايل وړاندې کړي."

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاده شهلا فريد هم ورته نظر لري او وايي: "استيضاح او رد صلاحيت کول د ولسي جرګې حق دی، خو وزيران بايد د خپلو سلاکارانو په مرسته خپل دلايل پياړوي کړي، تر څو دوی د اعتماد رايه خپله کړي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.