ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لښکرګاه کې د نعمت الله زهیر تر نامه لاندې د والیبال سیالۍ پیل شوې

لښکرګاه کې د نعمت الله زهیر تر نامه لاندې د والیبال سیالۍ پیل شوې

author avatar
14 Nov 2016 - 14:48
لښکرګاه کې د نعمت الله زهیر تر نامه لاندې د والیبال سیالۍ پیل شوې
author avatar
14 Nov 2016 - 14:48

لښکرګاه (پژواک، ۲۴ لړم ۹۵): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د وژل شوي خبريال نعمت الله زهير په نوم د واليبال ١٥ ورځنۍ سيالۍ پيل شوې.

د هلمند د المپيک امر زلمي هڅاند د لړم په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو سياليو کې د هلمند له بېلابېلو سيمو څخه لس لوبډلې ګډون لري.

هغه وويل چې له دغو سياليو څخه اساسي موخه د وژل شوي خبريال نعمت الله زهير روح ته دعا کول دي.

ده زياته کړه: ((خپله نعمت الله زهير هم يوه لوبډله درلوده او دغه سيالۍ به د دې لامل شي چې د نعمت الله زهير ياد تل د واليبال له فدراسيون سره ژوندى  پاتې شي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې سياليو کې پنځه لوبډلې په الف او پنځه په ب ګروپونو کې ګډون لري چې ١٥ ورځې به يو له بل سره سيالي وکړي.

په دې سياليو کې د بُست لوبډلې یوه لوبغاړي محمدشریف پژواک ته وويل: ((اوله لوبه زموږ او د پوهنتون د لوبډلې تر منځ وه چې درې د صفر پر وړاندې موږ ترې لوبه وګټله.))

د وژل خبريال نعمت الله زهير ورور، عبدالحميد پژواک ته وويل: ((زه د واليبال له فدراسيون نه مننه کوم چې دغه لوبې يې په لاره اچولې دي، زما ورور شهيد نعمت الله هم له واليبال سره ډېره مينه درلوده او په ډېرو سياليو کې برخه اخيستې وه.))

د يادونې ده، نعمت الله زهير په هلمند کې د اريانا نيوز خبريال و چې له نن نه لس ورځې وړاندې د مرکز لښکرګاه په دويمه امنيتي حوزه کې د ماين د چاودنې له امله و وژل شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.