ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لغمان کې د دوو پروژو چارې پيل شوې

په لغمان کې د دوو پروژو چارې پيل شوې

author avatar
14 Nov 2016 - 16:51
په لغمان کې د دوو پروژو چارې پيل شوې
author avatar
14 Nov 2016 - 16:51

کابل (پژواک، ٢٤ لړم ٩٥): په لغمان ولايت کې د څه باندې ۱۷ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د دوه بېلابېلو پروژو چارې پيل شوې.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د لړم په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پروژې چې نن يې کارونه پيل شول  یوه يې د ولایت مقام لپاره دنوي جوړیدونکي کمپلکس د احاطوي دیوال  پروژه ده.

هغه زياته کړه، چې دا ديوال ۶۰۰ متره اوږدوالی لري، شپاړس میلیونه ،اوه سوه نهه پنځوس زره،یوسل اتیا افغانۍ) لګښت پرې راځي.

ځواک وويل، چې دويمه پروژه په سلطان غازې بابا ښارګوټي کې د حامد کرزي دغونډو تالار بیارغونه ده چې  یو ملیون ،نوې زره او پنځه سوه لس افغانۍ لګښت به پرې راشي،دیادو دواړو پروژو مالي لګښت د حکومتدارۍ د اسانتیا او پراختیا پروګرام (ASP)  لخوا ورکړل شوى دى.

په همدې موخه جوړوشویو مراسموکې لغمان والي عبدالجبار نعیمي د وینا پرمهال ولسونو ته د دغو پروژو مبارکي ورکړه او پر ولس یې غږ وکړ چې د امنیت،پرمختګ او بیارغونې په برخو کې د دولت له تګلارو ملاتړ وکړي.

لغمان والي زیاته کړه چې د ولس د خدمت لپاره ګومارل شوی او په دغه ولایت کې به داسې بنسټونه کیږدي چې راتلونکي نسلونه هم ترې ګټه پورته کړي.

نعیمي خوښي وښوده چې په روان کال کې دسکتوري ریاستونو له لارې توانیدلی ددغه ولایت په مرکز اوولسوالیو کې د ولسي غوښتنو او لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د ګڼو لویو او وړو ټولګټو پروژو کارونه پیل او پای ته ورسوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.