ښرنه (پژواک، ٢٤ لړم ٩٥): په پکتيکا کې داسې مهال د ګوزڼ د مخنيوي واکسين پيل شو چې په تېر يو کال کې په دغه ولايت کې د ګوزڼ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
په پکتيکا کې د ګوزڼ د مخنيوي واکسين نن (د لړم ٢٤مه) پيل شو.
د يادو مراسمو په پيل کې د پکتيکا د عامې روغتيا رياست د واکسين برخې مسوول ډاکټر محمدعظيم پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېر يو کال کې برمل ولسوالۍ ته د پاکستان له سوېلي او شمالي وزيرستان څخه زرګونه کورنۍ راکډه شوې دي.
د هغه په وينا، د نا امنيو له امله دوى نه شو کولاى چې په ياده سيمه کې ماشومانو ته واکسين وکړي.
هغه وايي چې په دې وروستيو کې دوى د يادو کډوالو ماشومانو ته ګوزڼ واکسين وکړ چې په ترڅ کې یې د دې ناروغۍ شپږ مثبتې پېښې هم وموندل شوې.
ډاکتر محمدعظيم وايي چې د روان کمپاين په ترڅ کې به د دغه ولايت ١٥٦زره ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين وشي.
خو د برمل قومي مشر نورګل وزير پژواک ته وويل چې د روغتيايي چارواکو د بې پروايۍ له امله په دې ولسوالۍ کې د ګوزڼ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
هغه وايي: ((موږ ټول له دوى سره همکاري کوو، خو دوی بې پروا دي پر وخت يې ماشومانو ته واکسين نه دى کړى.))
ده د معلوماتو له مخې، يادې پېښې څلور په کډوالو او دوه په ځايي اوسېدونکو کې دي.
د پکتيکا مرستيال والي عطاالله فضلي هم مني چې په برمل ولسوالۍ کې د ګوزڼ شپږ مثبتي پېښې ثبت شوې دي.
ده هم وويل چې د روغتيايي چارواکو د نه پاملرنې له امله په دې ولسوالۍ کې په دومره لوړ شمېر ماشومان د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوي دي.
خو فضلي ژمنه وکړه چې دوى په دغه ولايت د ګوزڼ د مخنيوي لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن