ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سلګونو ځوانانو ته د يو کلنو زده کړو زمينه برابره شوه

سلګونو ځوانانو ته د يو کلنو زده کړو زمينه برابره شوه

author avatar
15 Nov 2016 - 17:01
سلګونو ځوانانو ته د يو کلنو زده کړو زمينه برابره شوه
author avatar
15 Nov 2016 - 17:01

کابل (پژواک، ٢٥ لړم ٩٥): پنځه سوه ځوانانو ته چې نيمې يې نجونې دي، د ام ټي ان د خصوصي مخابراتي شرکت په مالي مرسته، کابل کې د يو کلنو زده کړو زمينه برابره شوه.

د ام ټي ان خصوصي مخابراتي کمپنۍ مشر حسن جابر، نن په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې وويل، يادو کسانو ته چې له دوولسم ټولګي فارغ شوي، خو د لوړو زده کړو موسسو ته يې لار نه ده موندلې، د شاهين په خصوصي تخنيکي او مسلکي انستيتيوت کې د ام ټي ان په مالي مرسته د يو کلنو زده کړو زمينه برابره شوې ده.

هغه وويل چې دا کسان به په يو کال کې په ياد انستيتيوت کې د معلوماتي ټکنالوجۍ، انګليسي ژبې او ادارې او مديريت په برخو کې زده کړې وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات سرپرست او د ځوانانو چارو مرستيال کمال سادات په نننۍ ناسته کې له ام ټي ان شرکت څخه مننه وکړه چې يادو کسانو ته يې د زده کړو زمينه برابره کړه.

ده له نورو سوداګرو او شرکتونو هم غوښتل چې د زده کړو په برخه کې ورته مرستې وکړي؛ ځکه چې د هغه په وينا زده کړې د پرمختګ يواځنۍ لار ده.

عطاالرحمان رحيمي چې له يادو ٥٠٠ کسانو دى، وايي:" ډېر خوښ يم چې د ام ټي ان په مرسته يو کلنې زده کړې وکړم او چېرته راته کار پيدا شي."

هغه وايي چې پلار يې پخوا وفات شوى او ده تر دوولسم ټولګي پورې هم په ډېرې سختۍ زده کړې کړې؛ ځکه چې د کورنۍ مسووليت ورپه غاړه و او د زده کړو تر څنګ يې خپلې کورنۍ ته يوې مړې ډوډۍ د موندلو لپاره کار هم کاوه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.