ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې د بيارغونې ګڼې پروژې پيلېږي

پکتيکا کې د بيارغونې ګڼې پروژې پيلېږي

author avatar
15 Nov 2016 - 15:53
پکتيکا کې د بيارغونې ګڼې پروژې پيلېږي
author avatar
15 Nov 2016 - 15:53

ښرنه (پژواک، ٢٥ لړم ٩٥): د پکتيکا ولايت په نهو ولسواليو کې د ١٥٦ ميليونه افغانيو په لګولو د بيارغونې ګڼې پروژې پيلېږي.

د پکتيکا والي الياس وحدت له ځايي چارواکو سره په يوه ګډه ناسته کې وويل چې د کليو پراختيا د رياست له لوري به د پکتيکا په نهو ولسواليو کې د حفظ مراقبت پروګرام له لارې ۱۵۶ ميليونه افغانۍ د بيارغونې پر کارونو ولګول شي.

هغه زياته کړه، ولسمشر محمداشرف غني پکتيکا ته ځانګړې پاملرنه لري او څو ورځې مخکې يې له مشرانو سره ژمنې هم کړې دي.

نوموړي له ولسونو وغوښتل چې د يادو پروژو ساتنه وکړي او په پروژو کې په خپله کارونه وکړي تر څو له يوې خوا کارونه په لوړ او سم کيفيت ترسره شوي وي او له بلې خوا خلکو ته د کار زمينه هم برابره شي.

د کليو او پراختيا رياست د برنامو امر انجنير مومن وويل چې يادې پروژې به د شپږو مياشتو په جريان کې پلې شي.

د هغه په وينا، دا د کارموندنې يوه برنامه ده چې چارې  به يې د دغه ولايت د بېلابېلو ولسواليو د (۴۰۷) انکشافي شوراګانو له خوا پر مخ وړل کېږي.

د پکتيکا د مرکز ښرني قومي مشر وکيل حاجي ظاهرشاه پر دې پروژو خوښي وښوده او ويې ويل چې په دې پروژو کې به زرګونو پکتيکا والو ته د کار زمينه برابره شي.

د هغه په وينا، يادې پروژې تر نورو پروژو ښې ځکه ترسره کېږي چې چارې يې د ولسونو له لوري څارل کېږي او د ولس له غوښتنو سره سم ورته پروژې انتخابېږي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.