ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې ۶۰  قابلې او نرسانې فارغ شوې

کونړ کې ۶۰ قابلې او نرسانې فارغ شوې

author avatar
15 Nov 2016 - 16:18
کونړ کې ۶۰  قابلې او نرسانې فارغ شوې
author avatar
15 Nov 2016 - 16:18

اسعداباد (پژواک، ٢٥ لړم ٩٥): په کونړ ولايت کې ۳۰ قابله ګانې او ۳۰  نرسانې تر  دوو کلنو زده کړو وروسته فارغې شوې چې ورسره به د دغه ولایت په ولسواليو کې د مور او ماشوم د مړينې کچه را ټيټه شي.

د کونړ د عامې روغـتيا  رياست سرپرست ډاکټر عتيق الله شينواري د لړم په ٢٥مه د قابله ګانو د فراغت په غونډه کې وويل چې دغه ٣٠ قابله ګانې او ٣٠ نرســانې چې د بېلابېلو ولسواليو اوسېدونکې دي په دوو کلونو کې عملي او نظري زده کړې ورکړل شوې دي.

هغه زياته کړه چې دغه  قابله ګانې او نرسانې چې د هرې ولســوالۍ  اړتيا ته په کتو سره په دغه دوه کلن روزنيز پروګرام کې نيول شوې او تر فراغت وروسته په اړونده ولسوالـيـو کې پر دندو ګومارل کېـږي چې له امله به يې د مور او ماشــوم د مړينې کچه راټيټه شي.

د شينواري په وينا، دغه قابله ګانې او نرسانې د لومړنیو بېړنيو طبي خدمتونو نړيوالې موسسې (PU-AMI )  او د عامې روغتيا وزارت په همغږۍ روزل شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې موده کې پر هرې قابلې او نرسې اته زره درې سوه پنځوس ۸۳۵۰ امريکايي ډالره لګښت راغلی دی.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي د دې قابله ګانو او نرسانو پر فارغېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې په لرو پرتو سيمو کې دوى د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کموالي سره مخ وو.

د هغه په وينا، د دغو نجونو له فراغت سره به په دې برخه کې ستونزې کمې شي.

يوې نوې فارغې شوې قابلې شميم  پژواک ته وويل: ((موږ د دوو کلونو په موده کې له خپلو ښوونکو څخه ډېر څه زده کړل او موږ دې ته حاضرې يو چې په لرو پرتو سيمو کې مېرمنو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړو.))

هغه وږايي چې له دولتي مسوولينو غوښتنه کوي چې ورته مناسب شرايط برابر کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.