ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تورخم په دولتي ادارو کې فساد موټر چلوونکي تر پزې را رسولي

د تورخم په دولتي ادارو کې فساد موټر چلوونکي تر پزې را رسولي

author avatar
20 Nov 2016 - 15:29
د تورخم په دولتي ادارو کې فساد موټر چلوونکي تر پزې را رسولي
author avatar
20 Nov 2016 - 15:29

جلال اباد (پژواک، ۳۰ لړم ۹۵): موټر چلوونکي د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې له پنځه ګونو دولتي ادارو د فساد شکايت کوي، بلخوا څارنوالي وايي چې د تورخم د فساد په اړه يې څېړنې پيل کړې او ډېر ژر به يې پايلې اعلان کړي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي او د دغه ولايت د استيناف څارنوالۍ مسوولين هم وايي چې د تورخم سرحدي ښارګوټي په پنځه ګونو دولتي ادارو کې پراخ فساد موجود دی.

د معلوماتو له مخې، په تورخم ښارګوټي کې د سرحدي پوليسو کميساري، د تورخم ښاروالۍ، د تورخم ګمرک، د تورخم ترانزيټي تله او د تورخم ترانسپورټ ادارې وجود لري چې تر ډېره ترې د بار وړونکو موټرو چلوونکي شکايت کوي.

د موټر چلوونکو شکايتونه

احمد چې د ټېلر موټر چلوونکی دی، تازه يې اوړه له پاکستانه راوړي وو او د ننګرهار په ګمرک کې يې د ګمرکي محصول په خاطر موټر درولی و، له پژواک اژانس سره یې په خبرو کې وويل چې له تورخمه هاوخوا يې پاکستانيان او دېخوا يې د افغانستان بېلابېلې ادارې ځوروي.

دی وايي، له تورخم مزي له راتېرېدو سره سم ترې سرحدي پوليس پيسې اخلي، د ګمرک پوليس، د ترانسپورت اداره او د ګمرک تلې مسوولين پر بېلابېلو نومونو پيسې اخلي.

نوموړي زياته کړه: ((پوليس خپله پيسې نه اخلي، واړه هلکان يې درولي هغوی رانه پيسې اخلي چې ور يې نه کړې؛ نو پوليس دې بيا نه پرېږدي حتی وهي مو، د ګمرک پوليس هم په يو او بل نوم پيسې رانه اخلي، تله کې خو چې وګوري چې اوړه بار دي پنځه زره او شپږ زره روپۍ درنه اخلي.))

د احمد د موټر تر څنګ ولاړو نورو موټر چلوونکو چې مايک او کمرې ته یې له خبرو ډډه کوله، د هغه د خبرو پر مهال د تاييد سرونه ښورول او يو نيم به يې لا ((د هغه کمېشن کار خبره هم وکړه، هغه پوليس چې وهلی یې وې، هغه هم ورته ووايه، پوليس له دوو زرو کلدارو کمې نه اخلي)) او ورته نور غږونه یې هم غبرګول.

له دې سره همهاله د يو بل ټېلر چلوونکي ګلاب شاه له پژواک سره خبرو مې تر ډېره د تورخم ښارګوټي اړوند د تلې له مسوولينو شکايت درلود.

دی وايي، د تلې مسوولين چې د اوړو ټېلر وګوري که يې زيات وزن بار کړی وي او که نه؛ خو د اضافي وزن پيسې ترې اخلي.

نوموړي زياته کړه: ((بېګاه چې راتېرېدم؛ نو ښه يې زما موټر وزن کړ، وزن يې پوره و، علم خبر يې هم د پوره وزن و، ويل يې چې پيسې راکړه، پنځه زره کلدارې يې رانه واخيستې بيا يې راخوشی کړم، هاوخوا رانه سرحدي پوليسو هم اخیستې وې، د ګمرک پوليسو رانه هم واخيستې، په تله کې د ترانسپورټ د پرچې بېلې پيسې اخېستل کېږي د ښاروالۍ بېلې، بس چور تالان دی چې د چا څنګه وسه رسېږي هماغسې کار کوي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.