ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ١٧ ولايتونو کې د ٢٠١ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پلې کېږي

په ١٧ ولايتونو کې د ٢٠١ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پلې کېږي

author avatar
20 Nov 2016 - 16:08
په ١٧ ولايتونو کې د ٢٠١ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پلې کېږي
author avatar
20 Nov 2016 - 16:08

 

کابل (پژواک،٣٠ لړم ٩٥): د هېواد په ١٧ ولايتونو کې د کليو او پراختيا وزارت د ٣٦ عامه ګټو پروژو کار، په راتلونکو نهو مياشتو کې د اسيا پراختيايي بانک له لوري د ٢٠١ ميليون افغانيو په ارزښت بشپړيږي.

د يادو پروژو د عملي کولو قراردادونه نن د کليو او پراختيا وزير  نصيراحمد دراني او د پلي کوونکو شرکتونو تر منځ په کابل کې لاسليک شول.

د ياد وزارت وياند اکبر رستمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو پروژو کې د سړکونو، د استنادي دېوالونو، سربندونو او پلچکونو جوړول شامل دي، چې دغه پروژې د ياد وزارت د سيمه ييز تنظيم پروګرام له لارې په کابل، لوګر، لغمان، کونړ، ننګرهار، نورستان، بغلان، کندوز، تخار، سرپل، سمنګان، غور، پکتيا، ميدان وردګ، کاپيسا، پنجشېر او نيمروز ولايتونو کې عملي کېږي.

نوموړي زياته کړه چې دغه ډېرى پروژې به راتلونکې اونۍ پيل او د نهو مياشتو په ترڅ کې به پشپړې شي.

د هغه په وينا، په يادو پروژو کې به ډېرو کسانو ته د کار زمينه برابره شي او ١٨٧ زره کسان به په مستقيمه توګه له دغو پروژو برخمن شي.

د کليو او پراختيا وزير د دغو پروژو د قراردادونو د لاسليک پر مهال وويل چې په تېرو پنځو کلونو کې د ياد وزارت د سيمه انسجام او تنظيم پروګرام له لارې د دوه مليارده افغانيو په ارزښت د اوبو لګولو ٦٣٧ پروژې عملي شوې دي.

د هغه په وينا، د کليو او پراختيا وزارت د روان کال پراختيايي بوديجه ٢٦١ مليون امريکايي ډالرو ته رسيږي، چې تر اوسه پورې يې ٨٣ سلنه لګولې، چې د کال تر وروستيو پورې به دغه اندازه ٨٥ سلنې ته ورسيږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.