ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شمال خلک لومړۍ واورې ورېدو هیله من کړي

د شمال خلک لومړۍ واورې ورېدو هیله من کړي

author avatar
21 Nov 2016 - 15:28
د شمال خلک لومړۍ واورې ورېدو هیله من کړي
author avatar
21 Nov 2016 - 15:28

مزارشريف (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ۹۵): د لومړي ځل لپاره د بلخ په ګډون د شمال په يو شمېر ولايتونو کې د ژمي لومړۍ واوره  و ورېده چې د عامو خلکو او کروندو  د خوښۍ لامل شوى دى.

له تېرې شپې څخه تر سهاره پورې په بلخ، کندوز، تخار، بدخشان، فارياب، سمنګان، جوزجان ، بغلان او دسالنګ په سيمه کې واوره شوې ده.

د بلخ ولايت د کرنې چارو دولتي چارواکي او سيمه ييز کروندګر وايي چې شوې  واورې يې ځمکې د نوو فصلونو د کرکيلې لپاره چمتو کړې او په تمه دي چې کرنيزې اوبه به هم ورسره ډېرې شي.

بلخوا د روغتيايي چارو مسوولين بيا شوې واوره د بلخ ولايت د وچ موسم لپاره د ځينو ناروغيو د مخنيوي په برخه کې ګټوره بولي.

د بلخ ولايت د کرنې او مالدارۍ چارو رييس سراج الدين مهربان پژواک خبري اژانس ته وويل چې په روان موسم کې په بلخ ولايت کې د کرنيزو اوبو د کمښت اندېښنه ډېره وه.

نوموړي زياته کړه چې د ليندۍ په لومړۍ د واورې ورښت دا مانا لري، چې روان کال کې به بارانونه او واورې ډېرې وي او د اوبو د کمښت اندېښنه به ورسره ورو ورو کمه شي.

هغه وايي چې د شوو واورو له امله کرنيزې اوبه ډېرېږي او تر ځمکې لاندې د اوبو سرچينو ته ګټه رسوي.

مهربان وويل چې شوې واوره به له کروندګرو سره د نوو فصلونو په کر کې هم مرسته وکړي.

د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي کروندګر عبدالقيوم پژواک ته وويل، چې ځمکې يې وچې وې او د نوي فصل د کرلو لپاره يې د اړتيا وړ اوبه هم نه لرلې.

نوموړي زياته کړه چې له شوې واورې سره ځمکې رطوبت واخيست چې له امله يې په سمه توګه د کرکيلې لپاره چمتو کړای شوه.

هغه وايي چې همدا وخت د غنمو او اوربشو د کر دی چې له شوې واورې وروسته به کروندګر په ابي او للمي ځمکو کې کر پيل کړي.

د بلخ د روغتيايي چارو مسوولين بيا وايي چې که له يو اړخه شوې واوره د ځينو نارغيو مخنيوی کوي؛ نو د ځينو ناروغيو د خورېدو په برخه کې زيانونه هم لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.