ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د  اروزګان د پوهنې رييس زنداني شوى

د اروزګان د پوهنې رييس زنداني شوى

author avatar
22 Nov 2016 - 15:41
د  اروزګان د پوهنې رييس زنداني شوى
author avatar
22 Nov 2016 - 15:41

ترينکوټ (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٥): د اروزګان ولايت د پوهنې رييس احسان الله ناشر له يوه دولتي کارکوونکي سره د شخړې له امله زندان کې اچول شوى دى.

د دغه ولايت يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د ليندۍ په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناشر څلور مياشتې مخکې د مستوفيت د حواله جاتو له مدير سره  شخړه کړې او هغه پرې څارنوالۍ کې عريضه کړې وه.

د پوهنې رياست يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې د يادې دوسيې په لړ کې رييس احسان الله ناشر له تېرو دوو ورځو راهيسې په زندان کې دی.

 سرچينې په وينا،  دوه ورځې مخکې د پوهنې رييس څارنوالۍ ته غوښتل شوى  و او له څارنوالۍ څخه زندان ته لېږل شوى دى.

د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب هم وايي چې د پوهنې رييس احسان الله ناشر دوه ورځې وړاندې د هغې دوسيې له مخې چې د مستوفيت له يوه کارکوونکي سره يې شخړه کړې وه، لومړى څارنوالۍ او وروسته محبس ته لېږدول شوى دى.

د ناياب په وينا، د يادې دوسيې ترڅنګ پر د پوهنې پر رييس يو شمېر نورې دوسيې هم په څارنوالۍ کې تر څيړنو لاندې دي .

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د څارنوالۍ او محکمې نظر واخلي، خو بريالى نه شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.