ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا له افغان کډوالو سره د ۳۹ ميليونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

امريکا له افغان کډوالو سره د ۳۹ ميليونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

author avatar
24 Nov 2016 - 18:20
امريکا له افغان کډوالو سره د ۳۹ ميليونه ډالرو مرستې اعلان وکړ
author avatar
24 Nov 2016 - 18:20

کابل (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٥): د کډوالو او راستنېدو چارو وزارت مسوولين وايي، امريکا له افغان کډوالو سره د ۳۹ ميليونه ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

د دې وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخېل، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مرستې هېواد ته له راستنېدونکو کډوالو او په کوردننه بېځايه شويو کورنيو سره کېږي.

ده زياته کړه، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د امريکا له نويو مرستو څخه هرکلی او مننه کوي او له نورو هېوادونو هم غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې دې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

بايد وويل شي، چې جاپان هم نن د پنځه ميليونو ډالرو په ارزښت مرسته له افغان کډوالو سره اعلان کړه.

د دې ترڅنګ افغان حکومت هم په دې وروستيو کې ۱۰۰ ميليونه افغانۍ له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې لپاره ځانګړې کړې دي، چې له دغو پيسو څخه هغو افغانانو سره چې د کډوالۍ اسناد نه لري او له پاکستان څخه هېواد ته ستنېږي، د يو نفر په سر ۳۳۵۰ افغانۍ مرسته کېږي.

د يادولو ده چې په تېرو څه باندې لسو مياشتو کې له ۹۸۰زرو څخه ډېر افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.